کرکټ: افغانستان په دوهمه ورځ هم برلاسی و

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان او اماراتو تر منځ د انټر کانټیننټل څلور ورځنۍ سیالۍ د دوهمې ورځې په پای ته رسیدلو سره هم افغانستان برلاسی و.

افغانستان نن په داسې حال کې لوبې ته دوام ورکړ چې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو یې ټولې ۳۲۱ منډې جوړې کړې وې.

نن ورځ لوبډلمشر اصغر ستانکزی ښه وځلید، نوموړي د یوې شپږیزې او ۱۲ څلوریزو پر مټ ۱۱۴ منډې جوړې کړې او وسوځید.

دده سره په ویکټه ولاړ ناصر جمال د ورځې په پیل کې خپله ویکټه له لاسه ورکړه او د ۸ منډو په جوړولو وسوځید.

محمد نبي هم ډیر ښه ونه ځلید، ده د یوې شپږیزې او ۲ څلوریزو په زور ۲۹ منډې جوړې کړې.

افسر ځاځی او راشد خان د پاڼۍ په پای کې ښه وځلیدل، افسر ځاځي ۵۰ منډې جوړې کړې ونه سوځید، او راشد خان ۴۰ منډې جوړې کړې او وسوځید.

افغانستان خپله پاڼۍ د ۵۱۰ منډو په جوړیدو ختمه کړه، او اماراتو ته یې توپوهنې موقع ورکړه.

افغانستان په توپوهنه کې ښه وځلېد او د اماراتو لوبډلې توپ وهونکي يې پر خپلو پښو دریدلولو ته پرېنښودل.

د راشد خان لخوا اعلی توپ وهنه وشوه، ده د عربي اماراتو ۳ مهم لوبغاړي وسوځول، دولت ځدران او یامین احمدزي هم یو یو لوبغاړی وسوځول.

د نن ورځې په پای کې عربي اماراتو ټولې ۱۰۰ منډې جوړې کړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځیدل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د