نړۍ

ايران: د بشار الاسد حکومت زموږ په مرسته ولاړ دی

نن ټکی اسيا: د ايران د پاسداران انقلاب د هوايي ځواک مشر وايي چې، که د ايران مرسته نه وای د بشارالاسد حکومت به اوس نسکور وای.

د ايران نيمه دولتي خبري اژانس “فارس نيوز” د ايران د هوايي ځواک مشر جنرال امير علي حجي زاده له قوله وايي چې، د شام ولسمشر بشار الاسد ځکه د باغيانو پر خلاف قوي دی چې، دايران ملاتړ ورسره دی، له همدې امله څوک نشي کولای چې، دی له واکه لرې کړي.

فارس نيوز زياتوي چې، جنرال امير علي په ايران کې يو پوځي سيمنار ته د خپلو خبرو په ترڅ کې و ويل چې، د نړۍ ۸۶ هيوادونه د شامي رژیم د مخالفينو تر شا ولاړ دي او يوازې ايران د بشار الاسد ملاتړ کوي او ټوله نړۍ سره له خپل ټول توان او طاقته په دې ونه توانيده چې، بشار الاسد له واکه لرې کړي.
جنرال حجي زاده زياته کړه چې، د امريکا دبهرنيو چارو وزير جان کيري په شام کې خپله ماتې منلې او ويلي يې دي چې، د شام ستونزه د حزب الله او ايران له مرستې پرته نه حل کيږي.
د ايراني پوځي افسر له وينا څه موده وړاندې د حزب الله عمومي سرمنشي نعيم قاسم هم جنرال امير علي حجي زاده ته ورته څرګندوې کړې وې.
نعيم قاسم ويلي وو، نه يوازې دا چې، بشارالاسد څوک له واکه نشي لرې کولای، بلکې دی به راتلکونې ولسمشرۍ لپاره يو داسې کانديد وي چې، بريا يې یقيني ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x