افغانستان

د داعش رابط او مرستیال د طالبانو سره یو ځای شوی دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د داعش ډلې مرستیال او رابط د طالبانو سره یو ځای شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼې کې ویلي چې د عبدالرزاق مهدي په نامه د داعش دغه پخوانی مسؤول په اصل کې د فراه ولایت اوسیدونکی دی، هغه وخت چې داعش په افغانستان کې را پيدا شوه، نوموړی ددغه ډلې او په عراق کې د داعش تر منځ رابط وو او بیا په دې وروستیو کې د داعش ډلې مرستیال وټاکل شو.

نوموړي ویلي چې مهدي له هغه وروسته چې دداعش مرستیال وټاکل شو، هر څه یې په خپلو سترګو ولیدله او ددغه ډلې حقیقت ورته څرګند شو چې یوه «منحرفه او د مسلمانانو په زیان ډله» ده، ځکه یې داعش پرېښود او له دوی سره یوځای شو.

مجاهد د عبدالرزاق مهدي یوه ویډیو هم را لیږلي چې په کښي د نوموړي سره مرکه شوې.

نوموړي همداراز د داعش پر ملاتړو او پاتې کسانو غږ کړی چې نور دي د تفرق پر ځای د اتحاده لاره ونیسي او ددوی سره دي یو ځای شي.

ویډیو دلته کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

امارت اسلامی ته د څآرنی توصیه او مهدی ورور ته د بیعت کولو میارکی: نوموړی کس که په رښتونی د امارت اسلامی سره بیعت کړی وی هم دغه شخص او امارت ته یی د بیعت کولو مبارکی او ښه راغلاست وایم ستاینه اولمانځنه یی کوم مننه تری کوو دعاګانی ورته کوو چه الله ج دی د دی حق لیدنی او پیدا کولو بی شمیره اجرونه ورکړی . مګر کومه زمانه کی چه مونږ اوسیږو له دجالی فتنو ډکه زمانه ده نه باید ډیر خوشباوره او نه باید ډیر بی باوره و اوسو ، په داسی پیشو کی باید تر اخری… نور لوستل »

محمد حذیفه

د نوموړی حق پیژندونکی داعشی په دهغه خبره کښې کوم چی وایې چی داعشی ملګری یې د لعان او قذف ترمینځ په فرق نه پوهیدل خلفیانو او غیر مقلدو حضراتو ته په کښې یو لوي درس او عبرت پروت دي د نوموړی داخبری ماته د احمقوخلفیانو د په اصطلاح شیخانو هغه خبری را یاد کړی چی وایي الماء طهور لا ينجسه شيءاو يا دا چی هو الطهور ماؤه، الحِلُّ مَيتته ههههه وايې وړه خوله او غټی خبری داعشی أحداث الأسنان ، سفهاء الأحلام کولای شی چی پخپلو ظاهری نرمو او خوږو خبرو لکه د خپلو ځانو په شان د غربی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x