د داعش رابط او مرستیال د طالبانو سره یو ځای شوی دی / ویډیو

عبدالرزاق مهدي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د داعش ډلې مرستیال او رابط د طالبانو سره یو ځای شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼې کې ویلي چې د عبدالرزاق مهدي په نامه د داعش دغه پخوانی مسؤول په اصل کې د فراه ولایت اوسیدونکی دی، هغه وخت چې داعش په افغانستان کې را پيدا شوه، نوموړی ددغه ډلې او په عراق کې د داعش تر منځ رابط وو او بیا په دې وروستیو کې د داعش ډلې مرستیال وټاکل شو.

نوموړي ویلي چې مهدي له هغه وروسته چې دداعش مرستیال وټاکل شو، هر څه یې په خپلو سترګو ولیدله او ددغه ډلې حقیقت ورته څرګند شو چې یوه «منحرفه او د مسلمانانو په زیان ډله» ده، ځکه یې داعش پرېښود او له دوی سره یوځای شو.

مجاهد د عبدالرزاق مهدي یوه ویډیو هم را لیږلي چې په کښي د نوموړي سره مرکه شوې.

نوموړي همداراز د داعش پر ملاتړو او پاتې کسانو غږ کړی چې نور دي د تفرق پر ځای د اتحاده لاره ونیسي او ددوی سره دي یو ځای شي.

ویډیو دلته کتلای شئ:

تبصرې (2)

  • امارت اسلامی ته د څآرنی توصیه او مهدی ورور ته د بیعت کولو میارکی:

    نوموړی کس که په رښتونی د امارت اسلامی سره بیعت کړی وی هم دغه شخص او امارت ته یی د بیعت کولو مبارکی او ښه راغلاست وایم ستاینه اولمانځنه یی کوم مننه تری کوو دعاګانی ورته کوو چه الله ج دی د دی حق لیدنی او پیدا کولو بی شمیره اجرونه ورکړی .

    مګر کومه زمانه کی چه مونږ اوسیږو له دجالی فتنو ډکه زمانه ده نه باید ډیر خوشباوره او نه باید ډیر بی باوره و اوسو ، په داسی پیشو کی باید تر اخری کچی محتاط و اوسو او دغه ډول کسان تر څو کلونو د نظارت او څارنی لاندی ونیول شی او له مهمو رازونو او جنګی پلانو او د مشرانو د ځایونو له معلومولو څخه یی لیری وساتی ، همدا ښه وخت دی حتی هغه ته باید دا وویل شی چه خوابدی نه شی تر څو چه د هغه ایمان ، جهادی کړنی او تقوی په ډاګه شی بیا هم د لوړو پوستو باور کول پری ناسمه بریښی دا زما د اسلامی ورورولۍ یوه د ورورۍ توصیه وه او بس

  • د نوموړی حق پیژندونکی داعشی په دهغه خبره کښې کوم چی وایې چی داعشی ملګری یې د لعان او قذف ترمینځ په فرق نه پوهیدل خلفیانو او غیر مقلدو حضراتو ته په کښې یو لوي درس او عبرت پروت دي د نوموړی داخبری ماته د احمقوخلفیانو د په اصطلاح شیخانو هغه خبری را یاد کړی چی وایي الماء طهور لا ينجسه شيءاو يا دا چی هو الطهور ماؤه، الحِلُّ مَيتته ههههه وايې وړه خوله او غټی خبری داعشی أحداث الأسنان ، سفهاء الأحلام کولای شی چی پخپلو ظاهری نرمو او خوږو خبرو لکه د خپلو ځانو په شان د غربی نړی تازه او نو رسیده او احساساتی مسلمانان خطا باسی لیکن هغه څوک نشی خطا ویستلی چی له قرنو قرنو مسلمانان دی له رګ رګ وینی سره یې اسلام مخلوط دي او له قرنو قرنو یې د اسلام د معنوی پانګی يه ساتلو کښي نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی. اصلا داعشیان چی کومی ادعاوی د عربی جزیری او نوری مسلمانی نړی د طواغیتو په باره کښی کوی چی د اسلام او مسلمانانو په ضد یې د کفر په ملاتړ جنګ ته ملا تړلی دا ادعاوی بالکل سمی دي اما دوی پخپله بدعتی او خرافی عقیده نشی کولای چی دي حالت ته تغیر ورکړی ځکه هغه متل ده وایې ترکاڼی د بزو کار ندی. ددوي اعمال او افعال ماسوا له دې چی اسلام او مسلمانانو ته ضرر ورسوی ګټه هیڅ نه ورته رسوی. ددوي اصل مشکل ددوي په خلفی منهج کښې ده چی اساس او ریښه یې په غلطو افکارو ولاړه ده ددوی عقیده د قرآن په باره کښي ددوي عقیده د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د سنتو او احادیثو په باره کښي د اهل سنت د ټولو مجتهدینو فقهاو او محدثینو او مذاهبو سره په تضاد او ټکر کښې ده او اتباع غیر السبیل المومنین ده. اصلا زما مشوره هغو کسانو ته چی له احمقو خلفیانو سره کله نا کله ناچاره په مناظره کښې لویږي داده چی هغه یو حدیث درته تیروی او ته ورته بل حدیث تیروی، یا هغه درته یو آیت د قرآن تیروی او ته بل آیت ورته تیروی پدی شکل مناظره هیڅ ګټه او فایده نه لری، مناظره چی ورسره کوي نو له اساس او ریښی د منهج نه یې باید ورسره وکړی په یقین سره ورته ویلی شم چی د تیښتی او فرار لاره به ورنه غوره کوی، ځکه خلفی منهج او طریقه د اهل سنت د هیڅ فقهی مجتهد او محدثینو له لاری او منهج سره سمون نه خوری صرف د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف او تفرق د اچولو او دي تفرق او اختلاف ته د لا زیات تشدید ورکولو یوه لاره او طریقه ده چی په ګډوله او نادره او ناولده افکارو ولاړه ده. زه خپله اراده لرم چی د خلفی خوارجی منهج د باطل او غلط ثابتولو لپاره یوه تحقیقی رساله و لیکم او غواړم دا په کښې واضح کړم چی خلفی منهج د اهل سنت له هیڅ منهج او تګلاری سره سمون نه خوری ان شاء الله كه الله راسره ياري كوله چی نوم به یې الخطر المنهج الخلفی تحت الستار منهج السلف علی الاسلام و المسلمین وی، البته د خلفیانو په وړاندی زما ددي توند او خشن دریځ نه مطلب دا نه دی چی مقابل طرف هیڅ مشکل نه لری او بالکل هر څه سم دي ، بلکه مقابل طرف هم مشکلات لری چی باید اصلاح یې کړي او د واقعی خیرالقرون او سلف منهج ته باید وروګرځی ترڅو خلفیانو ته پری د بیځایه اعتراضونو او ګوزارونو مجال او موقع په لاس ورنشی. په هر صورت هیڅ انسان او بنی آدم له خطا، نسیان او مشکل نه خالی نده دا یوازی الله (ج) ده چی له هر ډول خطا او نقص نه منزه او پاک ذات ده ، ځکه بنی آدم فطرتا پیداشوی همداسی ده چی د فطرتی خلقت په اساس به ځینی خطاوی، نسیان او نور ډول ډول مشکلات صادریږی ترڅو د الله (ج) په وړاندی پخپلی عاجزی اعتراف وکړی. دالله ذکر او یاد په قسما قسم شکلونو وکړی ترڅو الله یې سمی او مستقیمی لاری ته هدایت کړی او دالله د مغفرت او بخښنی مستحق وګرځی. داهم باید له یاده ونه باسو چی خطاوی رقم رقم دي ځینی خطاوی اومعاصی ټولو ته د لمر په شان ښکاره او روښانه وی اما صاحب یې د ضد او عناد په وجه ځینی لاس نه اخلی او غواړی چی د شیطان په لاره تګ وکړی ترڅو خپل ځان په لوی لاس او پخپله د تباهی او بربادی کندی ته واچوی. اما ځینی خطاوی پټی وی یواځی الله په پوهیږی او د کوم مصلحت او ګټی په وجه یې نه غواړی چی خپلو بندګانو ته یې ظاهری کړی. په هر صورت الله پاک دي مونږ او تاسو ټولو ته د سمی او مستقیمی لاری هدایت وکړی. الله دي مونږ او تاسی پخپلو پټو خطا ګانو نه نیسی. د ښکاره خطا ګانو، معاصیو او نقصانانو د اصلاح توفیق دي راکړی او الله دې مونږ او تاسی ټول مسلمانان او مومنان د الله د بخښنی او مغفرت مستحق وګرځوی. والسلام