ټلفون دشریعت په چوکاټ کي – دوهمه برخه

nokia-mobile(۱۱) کله چي یوڅوک درسګاه، علمي مجلسونو او یا دمشرانو محفلونو ته ورځي هغه باید خپل موبایل بند یا خاموش کړي ځکه چي پداسي ځایونو کي دموبایل زنګ وهل دهغه محفل هیبت او وقار ته صدمه رسوي، داکه له یوې خوادوعظ و نصېحت او درسونو او دمشرانو دخبرونو په آورېدلو کي خلل اچوي خو له بله اړخه دموبایل څښتن ورباندي عیب جن او بد ښکارېږي ، 

پداسي ځایونو کي که ټلفون زنګ ووهي باید پورته نکړل شي ځکه چي دا دهمدغو ځایونو بې ادبي ګڼله کېږي ، او که ټلفون پورته کړي باید په لنډو الفاظو په سوکه لهجه مقابل لوری وپوهوي چي وروسته به ټلفون ورته وکړي ، همدا راز که ټلفون یوه مشر کړی وي او همدغه شخص دهمزولیو په محفل کي وي بیا دضرورت په اندازه خبري کولای شي، او که دمشرانو په مجلس کي وي بیا له اجازت اخېستلو څخه وروسته کولای شي بهرته ووزي او ټلفون وکړي او یايی وچت کړي .

(۱۲)  ځیني کسان د مقابل طرف په لاعلمي کي یا خوخبري ثبتوي او یا دټلفون سپېکر وهي ترڅو دمجلس حاضرین هغه خبري واوري، داډول عمل له هوښیار انسان سره نه ښايي په تېره بیا چي کله خبري پټي او خصوصي وي بیاخو یو ډول خیانت، او چغلخوري ده چي اسلام يی حرام ګڼي ، یوه امانت پالونکي مسلمان ته ندی روا چي دچا خبري د هغه بې اجازې یاخو ثبت کړي او یايي نشر کړي خواه که داخبري هر نوعیت ولري .

او که په ثبت شویو خبرو کي تصرف وشي چي Cutting or Dublage  پکي وشي بیا ډبل خیانت دی چي ګناه يي هم دوه ګونه ده .

(۱۳)  موبایل په عمومي ځایونو او محفلونو او دهمزولیو په حضور او یا ماشومانو په لاسونوکي پرېښوول ندی په کار، کېدای شي ستا له ټلفون څخه داسي چاته ټلفون وشي چي ستاخوښ نوي ، او یا ستا دټلفون په وسېله چاته ځور ورکړل شي ، کېدای شي ستا ټلفون څوک غلا کړي، همدا راز کېدای شي ډتلفونونو نمبرونه او یا ستا لیکونه څوک ولولي ، چي له دې ډول تصرفاتو څخه لويي ستونځي او مشکلات پیدا شوي دي او مېنځ ته يي راوړي .

(۱۴)  په موبایل دعکسونو له اخېستلو څخه ځان ساتل ضروري ده په تېره بیا پداسي ځایونو کي لکه ودونه یا بازار او یا مکتبونو کي چي هلته غیر محارم پردي نارینه او ښځینه موجود وي .

(۱۵)   په موبایلونو کي دلیکونو دلېږلو خدمت هم موجود وي ، دلیکونو دلېږلو په صورت کي باید آداب مراعات کړل شي، که علمي معلومات او یاکوم خبر لېږل وي بیا مخکي ترلېږلو يي لیکونکی بایدله صحت څخه ډاډمن شي داسي نه وي چي دروغو او یا نېمګړو معلوماتو ته اشاعت او شهرت ورکړي، که دلیک په وسیله یوچاته مشوره ورکول مقصود وي هغه مشوره باید مشروع وي داسي نه وي چي بدعاتو او یا حراموته مقابل لوری وهڅول شي ، همدا راز باید په لیکونو کي له بدو او بې حیاء خبرو او ښکنځلو او یادلوڅو عکسونو له ساتلو اولېږلو څخه ډډه وشي ، هکدا راز دلیک دلېږلو په وخت کي لېږونکی باید دنمبر له صحت څخه مخکي له مخکي ډاډمن شي ترڅو بل چاته لیک ونه لېږي ، همدا راز دلیک دلېږلو په وخت کي دمقابل طرف مقام باید په پام کي ونېول شي ځکه کله یولیک دیوه چا لپاره مناسب وي خو دبل چا لپاره همدغه لیک په عین محتوا دعمر او یا مقام په سبب مناسب نه وي .

(۱۶) دنورو اشخاصو په موبایلونو کي ګوتي وهل او یا کتل او یا وچتول  او یا يي لیکونه لوستل هم خیانت ګڼل کېږي اوهم  انسان په بد ګماني اخته کوي چي له یوه مسلمان سره نه ښايي لکه چي یوڅوک خپلي مېرمني ته لیک لېږي او بل يي لولي هغه پدې لېږونکي بد ګمانه کېږي چي له نجونو سره لېکونه تبادله کوي هغه پدې څه خبر دی چي لیک خپلي مېرمني ته لېږي .

(۱۷) که دموبایل لرونکي ته یو داسي پیغام ورسېږي چي مناسب نه وي باید په خوږه ژبه مقابل لوری وپوهوي او ساکت پاته نشي ځکه چي په ښو کارونو حُکم کول او له بدو کارونو څخه منع کول په مسلمان باندي واجب دی او هم مسلمان مکلف دی چي تل خپل ورور ته دحق مشوره ورکړي .

(۱۸) کوم لیکونه چي نامناسب وي او یا غیر اخلاقي وي او یا پټ لیکونه وي له لوستلو څخه وروسته سمدلاسه باید له موبایل څخه ړنګ کړل شي ترڅو دموبایل د ورک کېدلو او یا په یوه ځای کي دهېرېدلواو یا دچا لاس ته درسېدلوپه صورت کي همدغه لیکونه ونه لوستل شي .

(۱۹) په مجلسونو کي په تېره بیا په علمي مجلسونو او دمشرانو په محفلونو کي په موبایل لوبي کول په کار ندی، پداسي ځایونوکي دموبایل نغمې غږول  او یا لوبي ورباندي کول له هوښیار انسان سره نه ښايي او په دې باندي انسان کچه او سپک ښکارېږي .

(۲۰) مسلمان ته په کار دی چي دنورو په حضور کي د موبایل په وسېله له متکبرانه حرکتونو څخه ځان وساتي دمثال په توګه چي لویو شخصیتونو ته تلفونونه وکړي ترڅو دمجلس حاضرینون ته داوښيي چي څومره مهم شخصیت دی چي له لوړو مقامونو سره هم تماس لري او یا هغوی ده ته ټلفونونه کوي، ځیني کسان په دروغو ټلفون غوږ ته نیسي او داسي حاضرینو ته ښکاره کوي چي دی له یوه مهم شخص سره خبري کوي، ځیني کسان دهمدې غرض لپاره خپل ملګري پټ پوه کړي ترڅو ده ته ټلفون وکړي او په لوړه سویه ورسره خبري وکړي ددې لپاره چي حاضرینو ته دا په خیال کي ورکړي چي څومره مهم کسان ورسره په تماس کي دي خو په حقیقت کي به دا هرڅه د ډرامې په شان له حقیقت څخه تش ښکاره دروغ وي  .

دا دموبایل په هکله ځیني آداب او لارښووني وې امید دی چي محترم لوستونکي به يي په پام کي وساتي او همدا راز به خپل هغه کشران چي موبایلونه يي ورته په لاسونو کي ورکړي دي په همدغو آدابو خبر او پوه کړي ترڅو اخلاقي ارزښتونه او ټولنېز آداب له پام څخه ونه غورځول شي .

لیکنه: ابو خلیل قدوسي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.