افغانستان

افکک: د ملي یووالي حکومت خپلې ژمنې پوره کړي نه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ مرکز یا«افکک» وايي، د ملي یووالي حکومت د فساد پر وړاندې جدي مبارزه نه کوي او د حکومت «نمایشي» کارونه د فساد مخه نه شي نیولی.

د دغه مرکز اجراییوي رییس صداقت علي‌رضا نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له ترهګرۍ وروسته فساد د افغانانو لپاره لویه ننګونه ده؛ خو په دغه برخه کې حکومت یوازې په نمایشي کارونو بسنه کړې ده.

د علي‌رضا په خبره، د فساد په برخه کې د حکومت کړنې د قناعت وړ نه دي او حکومت دې په اړوند برخه کې جدي ګامونه واخلي.

د افکک مسوولینو د ملي یووالي پر حکومت تور پورې کړ، چې د فساد وړلو لپاره یې د قانون جوړولو پر ځای د پالیسۍ پر جوړونې بسنه کړې او په پالیسۍ کې یې هم نیمګړتیاوې شته دی.

د دغه مرکز مسوولینو وویل، د حکومت له کړو اقداماتو راضي نه دي او فساد سره یې د جدي مبارزې سپارښتنه وکړه.

د افکک مسوولینو وویل، حکومت دې ولس په خپلو نمایشي کارونو نه تېر باسي او د مفسدینو پر وړاندې دې جدي مبارزه وکړي.

د یاد مرکز د مسوولینو په خبره، حکومت د تېرو دوو کلونو راهیسې له مخابراتي شبکو لس سلنه مالیه ګرځوي؛ خو د مخابراتي مالیو په برخه کې هېڅ روڼتیا نشته او راټوله شوې مالیه د دولتي خزانې پرځای د شخصي خلکو جېبونو ته تللې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمېشد رسولي د افکک خبرې تر یوه بریده سمې بللې؛ خو وايي چې حکومت د فساد په برخه کې جدي مبارزه کوي.

رسولي د څارونکو بنسټونو څخه وغوښتل چې د نیوکو پر ځای خپلې اصلاحي طرحې له حکومت سره شریکې کړي او حکومت به په اړوند برخه کې اقدام وکړي.

افغانستان اوسمهال د اداري فساد په برخه کې د نړۍ په کچه اتم ځای لري او د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو په بیا ـ بیا ژمنې کړي، چې د فساد سره به مبارزه کوي.

د ملي یووالي حکومت سره نړیوالو مرستندویانو خپلې مرستې د اداري فساد سره د بریالۍ مبارزې په برخه کې مشروطې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د افکک موسسی یادونی هسی د ګیدړانو او لویانو تر منځ د مظلوم اولس د غوشو په ویشلو کی ناندری دی . هماغه د پړانګ ، شرمخ او ګیدړی د ویش قیصه ده . وایی کوم ځنګل کی پړانګ د شرمخ او ګیدړی سره په ګده کوم حیوان ښکار کړی وو ، خپلو یی سره ویشلو پړانګ شرمخ ته وویل چه ته یی ویشه ، شرمخ کیدی شی مناسب ویش د پړانګ د خوښی ویش نه وو کړی پړانګ پری خیز کړو دواړه سترکی یی تری راویستلی ، پړانګ ګیدړی ته مخ واړوو چه ته یی وویشه ، ګیدړه خو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x