
مالیې وزارت د سونتوکو ګمرکي مالیه کمه کړې ده
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال نجیب الله وردګ نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو د بیو راټیټېدو سره سم، حکومت هم پرېکړه کړې چې په هېواد کې د تېلو بیې راټيټې کړې.
د وردګ په خبره، د حکومت له خوا د تېلو په بیو او په واردوونکو یې ګمرکي تعرفې سل په سلو کې کموالی راوستی او نورو هېوادونو ته یې د غازو پر صادرولو هم بندیز لګولی دی.
دی وايي، د ګمرکي مالیو په کمولو او د غازو پر صادرولو سره کولی شي چې د سونتوکو بیې هم راکمې کړي.
«شپږ کاله مخکې د وخت حکومت د یوه ټن تېلو بیه ۶۰۰ ډالره ټاکلې وه، اوس یې یو ټن له ۶۰۰ ډالرو نه ۴۵۰ ته راټیټ کړل. د نفتي موادو ګمرکي تعرفه ۱۲ سلنه وه چې شپږ سلنو ته راټیټه شوه، نو کله چې ۲۵ سلنه ګمرکي بیه او سل سلنه ګمرکي تعرفه ټیټه شي، پر مارکېټ به ډېر اغېز وکړي.»
د ملي یووالي حکومت داسې مهال د سونتوکو د بیو او ګمرکي مالیو د کموالي خبره کوي، چې د ژمي په موسم کې د سونتوکو بیې ډېرې لوړېږي، چې عام خلک یې د پېرلو توان نه لري.
د یخنۍ په موسم کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېری ولایتونو کې د واور، اورښتونو او د لویو لارو د بندېدو له امله خلک د سونتوکو د کموالي سره مخ کېږي.