افغانستان

سرور دانش: داعشیان خوارج دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، داعشیان خوارج دي او په افغانستان کې د سني او شیعه مذهب په پیروانو کې داعشي هم فکره خلک نشته.

ښاغلي دانش نن په کابل کې د بي بي خدیجه کبرا رضي الله عنها د شخصیت په اړه علمي غونډې ته وویل، چې په افغانانو کې د داعشي فکر خلک نشته او داعشیان یوه بهرنۍ تروریستي ډله ده، چې د اسلام خلاف مفکوره لري.
د دانش په خبره، د داعش ډلې عقیده د اسلام سره په ټکر کې ده او داعشیان د ټول بشریت پر وړاندې د تاوتریخوالي په یوې آلې بدله شوې ډله ده.
دی وايي، داعش فکر کوي چې د مسلمانو ډلو ترمنځ هېڅ یوه ګډه نقطه نشته او د همدغه فکر له امله داعشیان خوارج دي.

«نن داعشي او یا تکفیري تفکر چې په تېر تاریخ کې د خوارجو په نوم یاد شوي دي په کتابونو کې ویل شوي چې د خوارجو ډله له منځه تللې؛ خو د مسلمانانو په منځ کې یې فکر پاتې شوی، اوس له بده مرغه دا ډله بیا را ژوندۍ شوې او د داعش فکر له همدې اصله سرچینه اخلي.»

د ملي یووالي حکومت یو لوړ پوړی چارواکي داسې مهال د داعش خلاف د خوارجو فتوا ورکوي، چې د همدغه حکومت ځینې نور لوړ پوړي چارواکي دې ډلې سره په همکارۍ کولو تورن شوي.

د ننګرهار په خوږیاڼیو کې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي، چې د خوږیاڼیو له سیمې ۸زره کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد‌علي حضرت روانه اوونۍ ویلي وو، چې بهرني هوايي ځواکونه په خوږیاڼیو کې یوازې طالبان په نښه کوي او پر داعشیانو بمبار نه کوي.
له دې وړاندې ډېری افغان لوړ پوړو چارواکو د ملي امنیت ریاست او د ملي امنیت شورا داعش د امریکا، پاکستان او افغان دولت ګډه پروژه بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

غلام سرور دانش په دی ښه پوهیږی چه داعشیانو ته له هماغه ځآیه معاشونه ورکول کیږی چه سرور دانش او د کابل ټولی غلامی اداری ته ورکول کیږی ، داعش د سعودی غلامانو په تمویل او دامریکا په دستور او پلانو په منځنی ختیز کی د القاعدی ختمولو په خاطر وزیږول شو ، وروسته یی د ټولی اسلامی نړی او حتی د مظلوم بشریت د پاره به یی د بلیک واتړ په حیثیت کاروی ، افغانستان ته هم د د کابل د غلامی اداری او اشغال د دوام د پاره کارول کیږی خوږیاتو کی یی اخری د طالبانو او د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x