سباناری پریښودل مو په مرګونې ناروغیو اخته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) سبا ناری کول یو له مهمو او روغتیایي غذاو څخه شمیرل کیږي، او په هیڅ حالت یې پریښودل نه دي پکار، خو د نه کولو په حالت کې انسان د شکر او زړه ناروغیو ترڅنګ په نورو بې شمیره ناروغیو اخته کوي چې ستاسې لپاره مرګونې ثابتیدی شي.

په برطانیه کې د یوې شوې څیړنې له لارې ویل شوي چې سبا ناری کول د انسان په بدن کې د وازدې پیدا کولو حجرې چې ورڅخه د شکر ناروغي پیدا کیږي د ذخیره کولو پر ځای په حرکت کې راولي.

دغه کار د بدن انسولین تنظیمولو کې مرسته کوي، چې د وینې د شکر کچه کنترولوي، او همدا رنګه په بدن کې د اضافي غوړ پیدا کولو مخنیوی کوي، کوم چې د شکر او زړه او نورو ناروغیو لامل کیږي.

په څیړنه کې ویل شوي، چې په ورځني خوراکونو کې تر ټولو غوره غذا سبا ناری دی، کومه چې بدن ته فیزیکي انرژي ورکوي او د چاغوالي مخه نیسي.

څیړونکي وایي که چیرې انسان په د بدن کې د چربي او اضافو وازدو مخه ونشي نیولی نو کولی شي چې ددې منفي اغیزو مخه ونیسي، او دا کار د سهار چای په کولو سره ممکن دی.

په تکراري ډول سبا ناری نه کول مو په لاندې ناروغیو اخته کوي:

د شکر ناروغي

سبا ناری پریښودل مو د شکر په ناروغۍ اخته کوي، چې مرګونی هم ثابتیدی شي، په ځانګړي ډول کله ښځې، چې سبا ناری ونکړي ډیر زر په شکر ناروغۍ اخته کیږي.

د زړه ناروغي

څوک چې په تکراري ډول سبا ناری نه کوي د زړه ناروغۍ پیدا کیدو لاملونه په کې په لږه کچه موندل کیږي، ځکه چې سبا ناری پریښودل د وینې فشار او د وینې شکر زیاتیوي او انسولین بې نظمه کوي.

سر دردي

تاسې ته به په تجربې سره ثابته شوې وي چې کله مو هم بې له سبا ناري کار ته دوام ورکړی وي د سر درد درته پیدا شوی وي، ځکه چې دا انسان کې د ګلوکوز کچه ټیټوي، او دا د فشار کچې پورته کیدو سره د نیم سر دردۍ ناروغي هم پیدا کوي.

ویښته مو توییږي

لکه څنګه مو چې وویل سبا ناری د غوره غذاو څخه ده، همدا رنګه د ویښتانو په وده کولو کې مرسته کوي، کومه غذا چې پروټین ونلري استعمال یې په بدن کې منفي اغیز کوي، او ددې له کبله د ویښتو توییدل هم شروع شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د