ورزش

کرکټ: نولس کلنو نړیوال جام پرانیسته وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) نن ورځ د نیوزي لینډ په ویلینګټن ښار کې د نولس کلنو نړیوال جام پرانیسته وشوه.

نړیوال جام لوبې به د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په دیارلسمه په نیوزي لینډ کې پیلیږي.

دغې جام ته ۴۴ ورځې پاتي چې په کې ۱۶ لوبډلې شرکت کوي، د نیوزي لینډ په څلورو ښارونو او ۷ لوبغالو کې د جنورۍ په ۱۳مه پیل او د فرورۍ په ۳مه پای ته رسیږي.

د ۲۰۱۸ کال په یاد جام کې افغانستان لومړۍ لوبه له پاکستان سره لري.

د کرکټ نړیوالې شورا مشر ډیویډ ریچرډسن د نولس کلنو نړیوال جام په اړه په یو خبري کانفرنس کې وویل: دغه لوبې د نویو ځوانانو لپاره بې سارې ګټې لري، او ددوی لپاره یوه غټه تجربه ثابتیدی شي.

د نولس کلنو نړیوال جام لوبډلو کې استرالیا، هندوستان، انګلستان، پاکستان، ویسټ انډیز، نیوزي لینډ، جنوبي افریقا، سري لنکا، افغانستان، بنګلدیش، زیمبابوی، آیر لینډ، کاناډا، نمیبیا، کینیا، او پاپوا نیو جینوا شامل دي.

۱۹ کلنو نړیوال جام په لومړي ځل په ۱۹۸۸ میلادي کال کې پیل شوی و، په دې کې استرالیا او هندوستان په درې درې جام ګټلو سره په لومړي نمبر دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x