افغانستان

خوست: د امريکايي عسکرو په توغنديز بريد کې دوه ماشومان او يوه ښځه وژل شوي

نن ټکی اسيا: د خوست ولايت چارواکي وايي چې، امريکاعسکرو په توغنديز بريد کې د يوې کورنۍ دوه ماشومان او يوه ښځه وژلې ده.

د خوست ولايت ولاند مبارز ځدراڼ وايي چې، دا پيښه تېره د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ميرګوړي سييمه کې شوې ده.
مبارز وايي چې، دا کسان د پوځي عملياتو پر مهال ندی وژل شوي، بلکې امريکايي عسکرو په سيمه کې پوځي تمرين کولو چې، په خطايي يوه مرمۍ پر يو کور لګيدلې چې، نتيجه کې يې دوه ماشومان او يوه يوه ښځه وژل شوي دي.

د خوست ولايت چارواکي وايي چې، سيمې ته يې د پلټنې په موخه يو پلاوی ليږلی تر څو پيښه له نژدې وڅېړي.
بهرنيو عسکرو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x