دیني، سیرت او تاریخ

د ګوزڼ (پوليو) د واکسين مخينه او حل او حرمت يې؟

عبدالمالک همت

ګوزڼ چي په انګريزي پوليو (polio)، په فارسي فلج اطفال او په عربي شلل الأطفال ورته وايي او علمي نوم يې (Poliomyelitis) دی، يو ډول حاده ويروسي ناروغي ده چي يوازي په انسانانو کي ليدل کيږي او د لويانو په پرتله کوچنيان ډېر په اخته کيږي او هغه هم زياتره تر پنځم کال په کښته کلونو کي. لامل يې ډېر کوچني موجودات دي چي له برېښنايي ميکرو سکوپ پرته نه ليدل کيږي. دغه موجودات چي وايرسونه بلل سوي دي د انسان د هاضمې په دستګاه کي او ځيني مهالونه د اعصابو په مرکزي دستګاه، یعني د ملا په شمزۍ (ستون فقرات) کي د حرام مغز په پاړسوب سره تخريب او ضايعات رامنځ ته کوي. دغه وايرسونه درې ډوله دي، لومړی، دوهم او درېيم، خو زياتره لومړی ډول د تل تر تله شل کېدو پيښي رامنځ ته کوي او کېدای سي ناروغ مړ هم کړي.

دا وايرس د ژوندانه د چاپېريال د ککړتيا، ککړو اوبو او خوړو په واسطه له انسان څخه انسان ته د تنفسي سيسټم له لاري او له يوې خولې څخه بلي خولې ته يا له مدفوع (ګنګيو) څخه خولې ته لېږدول کيږي.

د وايرس د کلمې په هکله وايي چي د مضر يا سمي مايع معنا ورکوي. دغه کلمه يا اصطلاح له ۱۸۸۰ ع. کال څخه چي لويي پاستور(په فرانسوی Louis Pasteur، په ۱۸۲۲ع. کال زېږېدلی – په ۱۸۹۵ع.کال مړسوی، د فرانسې نامتو ميکروب پوه او کيميا پوه وو ). د لومړي ځل لپاره واکسين نوی رامنځ ته کړ، پر ټولو هغو موادو يا موجوداتو چي په ژونديو موجوداتو (انسان، څاروي او شينګياوو) کي د عفونت د رامنځ ته کېدولامل کيږي اطلاق سوه.

د ګوزڼ د ناروغۍ په هکله ويل سوي دي چي دا د لرغونو مهالونو له ناروغيو څخه ده او د درو زرو پنځو سوو کالو را په دې خوا يې خلک پېژني. دې ناروغۍ د پېړيو په پوړيو کي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي مليونونه انسانان شل او شوټ کړي دي.

دا هم ويل سوي دي چي د مصر په ځينو ډبرينو نقشونو کي چي د مصر د واکمنو په اتلسمه کورنۍ او له ۱۴۰۳ تر ۱۳۶۵ قبل الميلاد کلونو پوري اړه لري، د کوچنيانو په ګوزڼ د اخته ماشومانو انځورونه ښيي.

په پخوا کي د ګوزڼ د وايرس پر ضد د واکسين د جوړولو لپاره څو څېړونکو ډلو کوښښونه وکړل. په دې ډلو کي د هيلري کوبروفيسکي اوهيرالډ آر. كوكس تر مشرۍ لاندي ډلي هم وې. په ۱۹۵۰ع.کال کوبروفيسکي د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چي توانېدلی دی د کوچنيانو د ګوزڼ ضد لومړی فعال واکسين رامنځ ته کړي. دغه واکسين د ګوزڼ له ژوندي ضعيف وايرس څخه جوړ سوی وو او د ماشوم په خوله کي څاڅکي کېدی، خو لا تر څېړنو ګروېږنو لاندي وو او د ګټي اخيستني وړ نه وو ګڼل سوی. څه مهال وروسته بل ډول واکسين چي د ګوزڼ د غير فعال (مړه) وايرس څخه جوړ سوی وو د يوه امريکايي يهودي ډاکټر جوناس سالک (JONASEDWARD SALK) نومي په هڅو رامنځ ته سو. نومړي دغه واکسين په ۱۹۵۲ع.کال وازمايه او د ۱۹۵۵ع. کال د اپريل پر ۱۲مه د لومړي ځل لپاره ګټه ځني واخيستل سوه. دا واکسين په پيچکاري سره د ماشوم په غوښه کي لګيږي او د کوچنيانو د ګوزڼ غير فعال واکسين(inactivated polio vaccine) (IPV) بلل کيږي. بيا بل ډول واکسين چي د پوليو له ضعيف سوي وايرس څخه جوړيږي د يوه بل امريکايي يهود آلبرت سابين (Albert Bruce Sabin) له خوا طرح سو. دغه واکسين بيا د څاڅکو په توګه د ماشوم په خوله کي اچول کيږي. آلبرت سابين په ۱۹۵۷ع.کال پر ماشومانو وازمايه، په ۱۹۶۲ کال کي په رسمي توګه اعتماد پر وسو او په همدغه کال سوداګريزه ګټه ځني واخيستل سوه. دا واکسين بيا د کوچنيانو د ګوزڼ ژوندی واکسين (live oral polio vaccine) (OPV) بلل کيږي. تر اوسه په نړۍ کي د کوچنيانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره له دغو دوو ډولو واکسينونو څخه ګټه اخيستل کيږي. خو په دې اړه نوري څېړني هم رواني دي. اوس دا هم ويل کيږي چي د کوچنيانو د ګوزڼ نوي واکسينونه چي کومي الکولي تقطير سوي اوبه او يا وايرسونه نه دي، بلکي له غليظو کيمياوي موادو څخه جوړ سوي دي. ګټي اخيستني ته وړاندي سوي دي. او ادعا کيږي چي دا واکسينونه تر مخکنيو واکسينونو څلور واره زيات قوي دی. دا هم ويل کيږي چي برتانوي څېړونکي توانېدلي دي چي د يو ډول نبات له مستخلصاتو څخه د کوچنيانو د ګوزن ضد واکسين جوړ کړي.

په هر صورت له هماغه پيله تر اوسه په ملګرو ملتونو پوري تړلی د روغتيا نړۍ وال سازمان سپارښتنه کوي چي د نړۍ ټول ماشومان دي د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندي واکسين سي. دغه سازمان له ۱۹۸۸ع.کال څخه تر اوسه د پوليو په وړاندي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي منظمي هلي ځلي پرلار اچولي دي. په لومړيو کي ادعا کېدله چي لومړيو راوتلو واکسينونو د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د نړۍ په ډېرو برخو کي له منځه وړې ده. په ۱۹۸۸ع.کال ويل کېدل چي په نړۍ کي هر کال شاوخوا ۳۵۰٬۰۰۰ تنه د ګوزڼ په ناروغي اخته کيږي. خو په ۲۰۱۴ع.کال وويل سول چي اوس دغه شمېره ۳۵۹ ته راټيټه سوې ده. اوس ويل کيږي چي دا ناروغي په سل کي ۹۹ کمه سوې ده، او له پوليو څخه وروستنی پاک هيواد هند دی.

دا مهال وايي چي يوازي درې هيواده؛ افغانستان، پاکستان او نيجريه دي چي د کوچنيانو د ګوزڼ ناروغي نه ده پکښي محو سوې. د ۱۳۹۴ لمريږ کال د تلي (ميزان) په مياشت کي د افغانستان د عامي روغتيا وزارت معلومات ورکړل چي د دغه کال له پيله د ميزان ترمياشتي د ګوزڼ د ناروغۍ د ۱۲ مثبتو موردو رپوټ ورکړه سوی دی.

پر دې بنسټ د روغتيا نړۍ وال سازمان وايي چي په يوه هيواد کي د کوچنيانو د فلج د وايرس شتون په دې معنا دی چي ټول هيوادونه لا د خطر سره مخ دي، ځکه دا وايرس په ډېره آسانۍ او ساده ګۍ سره له يوه هيواده بل هيواد ته د انتقال وړ دی او کېدای سي يو وار بيا دا ناروغي په چټکتيا سره پراخه سي. له دې امله دوی د دې وايرس پر ضد پرله پسې هلي ځلي کوي.

د کوچنيانو د واکسين په اړه پخپله ډاکټران هم په کوچنيانو کي د ځينو ستونزو او جانبي عوارضو رامنځ ته کېده مني. لکه تبه، حساسيت، د ستوني پاړسوب، د تنفس ستونزه، د زړه د دربي زياتوب، سرڅرخېده، د بدن د غړو درد او نور. له دې امله (اوښايي ځيني نور لاملونه هم وي) په دې وروستيو کي په پاکستان، افغانستان، نيجريه او ځينو عربي هيوادونو کي د کوچنيانو د واکسين پر ضد ډول ډول ږغونه پورته سوي او ځينو عالمانو يې د حراموالي فتواوي ورکړي دي، ان په ځينو سيمو کي يې د پلي کېدو ممانعت هم سوی او په خيبر پښتونخوا کي کي يې د دې واکسين د تطبيق يو تن کارکوونکی هم وژلی دی.

که څه هم د پوليو غوندي واکسين چي له اصله د دې ناروغۍ د دفعي او له منځه تلو لپاره دی ــ سره د دې چي څه ستونزي هم پېښوي ــ پلي کېده او استعمال يې د اسلامي شريعت له مخي څه پروا نه کوي. خو د دې سره سره دا موضوع زياته جنجالي سوې ده او په اړه يې هر څوک (عالم او غير عالم او ډاکټر او غير ډاکټر) ډول ډول تبصرې کوي، ځکه نو د روغتيا د نړي وال سازمان د ځينو مسؤولينو له خوا د اړتيا له مخي خبره اسلامي عالمانو ته راجع سوه. د سعودي د لويو عالمانو د ډلي مشر شيخ عبد العزيز بن باز رحمه الله، د ازهر پوهنتون مشر دکتور احمد طيب او د دغه پوهنتون د اسلامي څېړنو ټولني، د مجمع الفقه الاسلامي رئيس شيخ صالح بن حميد او د دغي ټولني غړو عالمانو، د حرمينو شريفينو امامانو او عالمانو، په دې اړه په جده کي راټولو سوو عالمانو، د مجمع الفقه الإسلامي الدولي(د اسلامي فقهي نړي والي ټولني) مشراستاذ دكتور أحمد خالد بابكر او غړو يې، سعودي جيد عالم شيخ محمد المنجد او نورو ډېرو عالمانو يې د روا والي فتواوي ورکړي دي او د پوليو د واکسين د پلي کولو پر ضد فتواوي يې سختي غندلي دي او دا يې د جهل او اوهامو له امله بللي دی.

د پورتنيو لنډو څرګندونو په پام کي نيولو سره زه نه په دې اړه د سياست کولو پلوی يم او نه د دې چاري سياسي کول ښه ګڼم. که زموږ په هيواد کي د ګوزڼ پر ضد مبارزه او وقايه نيمګړې پاته سي، نو دا خو نه داچي موږ ته لوی تاوان دی، بلکي د نړۍ نورو خلکو ته به مو لا لوی مشکلات متوجه کړي وي، ځکه دا ناروغي ساري ده او کېدای سي په چټکۍ سره له دې ځايه نورو هيوادونو ته خپره سي. زه چي پوهېږم د ګوزڼ د واکسين نه تطبيق لوی تاوان دی او په پلي کېدو کي يې ډېر لږ تاوان متصور دی، نو د شریعت له مخي د لوی تاوان او مفسدې د دفعي لپاره لږ تاوان او ضرر بايد و منل سي.

د نامتو عالم شيخ محمد المنجد فتوا ده : ”الضرر الذي يحصل لمن يتناول بعض التطعيمات من مثل إصابة المتناول لها بالحمى وبعض الأعراض الوقتية، فمثل هذا الضرر مغتفر ومتجاوز عنه في مقابل المفسدة الكبيرة التي تندفع وهي هذه الأمراض التي تفتك بالإنسان أو تسبب له ضرراً بالغاً في صحته أو وظائف أعضائه .ونظير هذا في الشريعة ما يحصل في ختان البنيين من قطع لجزء من الجلد وما يحصل فيه من الآم شديدة للصغير هو مغتفر في مقابل ما يحصل بسببه مصالح دينية متعلقة بالطهارة وغيرها ومصالح دنيوية متعددة .وقاعدة الشريعة العامة في هذا أن أدنى المفسدتين يُرتكب من أجل دفع أعلاهما إذا كان لابد من عمل إحداهما .أما إذا ثبت بالطب أن تطعيمات معينة تحدث ضرراً بجسم الإنسان أو أن نسبة تأثيراتها الضارة أكثر من نسبة ما تدفعه من الأمراض فلا يجوز استعمالها حينئذ ، لقول النبي صلى الله عليه وسلم : ( لا ضرر ولا ضرار ). والله أعلم“ .

البته که څوک وايي چي په دې واکسينونو کي نجس شيان ګډ دي، نو لومړی خو دا خبره ثابته نه ده او ډاکټران يې نه مني او که وي هم که چيري ناروغي لاعلاجه وي او يا د انسان د بدن کوم غړی د تل لپاره معلولوي نو د اسلامي عالمانو متفقه رايه ده چې په دې صورت کي حرام شيان هم د درمل په توګه کارېدلاي سي.

په دې اړه د اسلام ويب د مرکز الفتوی دې فتوا ته پام وکړئ:”وبخصوص التطعيم فقد سبق أنه من الأسباب المشروعة فلا حرج فيه إن شاء الله ، وراجعي في هذا الفتويين 92651/ 85750. وإن وقع شك في مكونات الدواء الذي يكون به التطعيم فيمكن مراجعة الثقات والأمناء من الأطباء المسلمين ، فإن ثبت اشتماله على شيء من النجاسات فالأصل أنه لا يجوز التطعيم به ما لم يكن هذا النجس قد استحال استحالة كاملة بحيث لم يبق له أثر ، فقد نص الفقهاء على طهارة الأعيان النجسة بالاستحالة . وأما إذا لم يستحل فإن وجد عنه بديل مباح فلا يجوز استعماله هو، وإما إذا لم يوجد البديل المباح فالظاهر أن في المسألة تفصيلا ، فإن كان احتمال إصابة من لم يتم تطعيمهم احتمالا راجحاً وكان المرض المخوف حصوله مرضاً خطيراً بحيث يخشى أن يسبب وفاة أو إعاقة دائمة فالظاهر أن هذه الحالة تقترب من الضرورة الملجئة والله جل وعلا يقول:”وَقَدْ فَصَّلَ لَكُم مَّا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلاَّ مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ” وأما إذا اختل واحد من الشرطين فالظاهر عندنا عدم جواز الإقدام على التطعيم بما هو نجس لم تتم استحالته والله أعلم “.

ځيني کسان بيا وايي چي په دې واکسين کي داسي شيان(کيمياوي او هورموني مواد) ګډ دي چي د انسان روغتيا ته ضرري دي او ښځي وچوي(عقامت پکښي رامنځ ته کوي). خو تر اوسه دا خبره چا ثابته کړې نه ده او بل په دې اړه د ډاکټرانو خبره سند باله سي او ډاکټران خو وايي چي په دې واکسين کي هيڅ دغسي ضرر نسته، نه نجاست پکښي سته او نه د ښځو د عقامت لامل کيږي.

نامتو عالم دكتور يوسف القرضاوي او ور سره موافق ۱۲ تنه جيد عالمان دغه ټولي خبري ردوي، او په اړه يې حيرت او انکار ښيي، د يوسف قرضاوي مفصله فتوی دلته وګورئ :

https://fatwa.islamonline.net/11111

په پای کي بايد عرض کړم چي ما دلته له ډېره لنډونه کارواخيست او اوږدې خبري مي ونه کړې، د اسلامي او روغتيايي عالمانو او متخصصينو دغه نظر دی او په دې کي زموږ د خپل ولس خير وينم او که بيا هم نور خلک نوري خبري کوي، هغه بيا د هغو کار دی، والسلام .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

همت صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! لکه نوم چه دی همت دی په داغه ګټورو لیکنو او معلوماتو باهمته کړنی ترسره کوی الله ج دی اجرونه درکړی. سره د دی چه ستاسی لیکنی دکاڼو کرښی دی مګر بیا هم انسان په خسران کی دی کله کله تری کمی زیاتی رامنځته کیږی چه د نورو ورته پام شی او د هغه د سمون نیوکی یا وضاحت وکړی کیدی شی هغه نیوکی هم کله سمی او کله ناسمی وی یعنی د مفاهمو یا مناظرو چابیریال زیږول کیږی چه له امله یی هم مینه او هم سمون رامنځته کیږی .… نور لوستل »

عبدالمالک همت

دروند استاد الحاج بيانزی صاحب ! سلامونو ته دي وعليکم السلام وايم. تاسو ته اجازه ده هرڅه چي زما پر ليکنو ليکئ ليکه يې. والسلام.

نا پيژاند

عجیبه ده مخکی مو په حرمت فتوا ورکړی وه او اوس بیا بل څه وایی

عبدالمالک همت

زه ليکوال يم خو مفتي نه يم او ما د ګوزڼ د واکسين د حرمت فتوا نه ده ورکړې او که دي مطلب نور ملايان وي، نو د هغو فتواوي خو بيا د نورو اسلامي جيدو او پوهو عالمانو له خوا رد سوي دي. په دې حساب تاسي د دغو ملايانو د فتوا په ګناه نور ټول اسلامي عالمان يا ما او يا د دې پاڼي چلوونکي نه سئ ملامتولای.

اجمل ساحل

ډیره مننه : زه خپله دواکسین سخت خلاف یم ، که په غلطه یم الله تعالی دي راته عفوه وکړي، خوچې هرڅومره مي دعلماؤ تحقیقات کتلي ماته تسلي نه ده پري شوي ، ماته دادیهودانو له لوري یوځانګړی پلان ښکاریږي،ماخپله دغزني ولایت په مقرولسوالۍ کې دامارت په مهال چې زه لا دطالبي په مرحله کې وم یوځل په واکسین ورکولوکې ګډون وکړ، یوتن معلم صاحب په قسم سره راته وویل چې په دې ډبیولیکل شوي چې قوت باه شپیته فیصده زیاتوي ، اوراته یې کړه راڅه ځان به نه ګنهکاروو دابه توی کړو اوپه دروازو به نمبرونه ولیکو،ځکه داکې داسي… نور لوستل »

عبدالمالک همت

دروند ورور ساحل صاحب ! تاسي يا کوم بل چا تر اوسه څو کوچنيان ليدلي دي چي د دغه واکسين له امله تر وخت دمخه بالغ سوي وي؟ بل زما په ګومان دغه معلم صاحب ښه کار نه دی کړی. يو خو يې دغه د شپېته فيصده قوت باه خبره د منلو نه ده، بل يې د واکسينونو د تويولو حق نه درلود او بل که يې پر دغه دنده معاش اخيستی وي ورته حرام دی. او ستاسي د نورو خبرو په اړه زما په ليکنه کي ځواب سته نوکي يې ښه دقيقه ولوله، مننه خير يوسې.

محمد

جزاک الله تعالی خیرا ، ډیر په زړه پوری معلومات دی را ټول کړي دي – د دغو ذکر سوو علماؤ بیانونه بالکل د تایید وړدي – بعضی کسان خپل نظریات پر اوهامو او مزخرفاتو بنا کوی- هداهم الله تعالی وایانا الی سواء السبیل – آمین یا رب العلمین

الجاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم څوک هم سل په سلو کی نه شی ویلای چه د تخنیک او تکنالوژی لاسته راوړنی دی خامخا سل په سلو کی مثبتی او لا منفی وی ښه مثال یی د حمل و نقل وسایل لکه ګاړی ، الوتکی ، کشتی او داسی نور ، دیری ګټی لری مګر په زرونو کسان د همدغه ترافیکی پیښو له امله مړه یا معیوب کیږی . یا همدغه وسلی د ځان دفاع پری کوی او هم دی وژنی . ډیره بی باوری او یا ډيره خوشباوری دواړه ناسمی دی مونږ پاید محتاط و اوسو ، مګر احتیاط مو باید… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x