افغانستان

نور او د دوستم زوی د کندهار غونډې ته پرې نه ښودل شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): عطامحمد نور او د دوستم زوی باتور دوستم ته په کندهار کې لويې غونډې ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوی.

د بلخ والي عطامحمد نور، پخپله فیسبوک پاڼه په ویډيو کې د ګیلې تر څنګ ګواښ کړی، چې دا به د حکومت د پښو د سستېدو سبب شي.

عطامحمد نور او د جنرال عبدالرشید دوستم زوی نږدې یو ساعت د مولانا بلخي هوايي ډګر کې انتظار ویوست، چې وروسته ورته د ښکته کېدو امر وشو.

که څه هم نور د حکومت رهبري د دوی په وړاندې خنډ وبلله او ويې ویل، حکومت ورته اجازه ورنه کړه، خو ځينې سرچینې وايي بهرنیو ځواکونو هغه په دې غونډه کې له ګډونه منعه کړی دی.

د سرچينو په قول عطامحمد نور د حکومت پر وړاندې هغسې فرمانبردارد نه دی، چې د هغوی په خوله به دا سفر لغوه کړي، ځکه خو ویل کېږي چې امریکایانو يې د تګ مخه نیولې ده.

تر اوسه د هغه د نه ګډون علت نه دی معلوم او نه هم د هغه پر وړاندې درېدونکی لوری پوره په ډاګه دی، خو عطامحمد نور هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو په مهال خپلې خبرې په دې جمله پای ته ورسولې: «دا چې الوتکې مو سقوط کړی وای، ښه ده چې هیڅ حرکت مو ونه کړ!»

هغه ونه ویل، چې د دوی د سفر د الوتکې د سقوط نیت چا درلود، خو د بلخ د دې واکمن او ارګ تر منځ ورځ په ورځ اوبه خړېږي، چې د حکومت د دواړو مشرانو بې وسې پرلپسې په ډاګه کېږي.

په کندهار کې د مشهورو سیاسي اشخاصو ناسته د روان بحران د له منځه وړلو په موخه جوړه شوې، چې ګومان کېږي د لویې جرګې د رابللو په اړه به خبرې وکړې.

نور په داسې وخت کې له سفره ګرځول کېږي، چې د ملي امنیت لوی ریاست له لوري د مزارشریف ریاست ته هم هغه مکتوب لېږل شوی، چې په کندهار کې د لویې ناستې د مخنیوي په خاطر پکې د وېرې خپرېدو هڅه شوې ده.

هغه مکتوب کې یادونه شوې، چې طالبان د سیاسي څېرو د لېږد د چورلکې د چاودلو هوډ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x