اجراییه رییس د شانګهای په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د شانګهای سازمان همکارۍ غړیو هېوادونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی.
د اجراییوي ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالله عبدالله د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر دیمیتري میدویدوف په رسمي بلنه د روسیې سوچي ښار ته تللی دی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان سږنۍ غونډه د روسیې د سوچي په ښار کې ترسره کېږي، چې د افغان پلاوي په ګډون د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان استازي به پکې ګډون کوي.
افغانستان د شانګهای سازمان غړی هېواد نه دی؛ خو د تېرو څو کلونو راهیسې په دغو غونډو کې د څارونکي په حیث ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې په نننۍ غونډه کې به د منځنۍ اسیا د نورو مسئایلو سربېره د افغانستان اوسنی حالت هم د اجنډا مهمه موضوع وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د