افغانستان

 افغانستان او اذربایجان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه تړونونه لاسلیک شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د اسیا زړه په اوومه غونډه کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه تړونونه لاسلیک شول.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، پوهنې، لوړو زده کړو، سوداګرۍ او د پولیسو د روزنې په برخو کې تړونونه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر ایلمار مامد ریاروف ترمنځ لاسلیک شول.

د اسیا زړه هېوادونو ـ استانبول پروسې لومړی کنفرانس د افغانستان په وړاندیز په ۲۰۱۲ کال کې په استانبول کې جوړ شو.
د اسیا زړه هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې، سوداګرۍ، سیمه‌ییزه اقتصادي همکاري، له پېښو سره د مبارزې او د لوړو زده کړو په برخه کې همکاري مهم اصول دي، چې ټول غړي یې په پلي کولو مکلف شوي دي.

د افغانستان ولسمشر سربېره د اسیا زړه په غونډه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم ګډون کړی دی.

د اسیا زړه غونډه کې د ۴۰ نه د ډېرو هېوادونو استازو ګډون کړی او تېر کال غونډه یې د هندوستان په امرتسر ښار کې شوې وه.
د اسیا زړه اوومه غونډه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شوې او سبا به پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x