افغانستان

مشرانو جرګه:د متعصم اغاجان پوښتنه دې وشي

د افغانستان د مشرانو جرګې ځینو غړیو نن وویل چې افغان دولت باید د طالبانو د وخت د ماليې وزير متعصم اغاجان پوښتنه او پلټنه وکړي.
د جرګې غړیو په ټینګار وویل چې د متعصم اغاجان په ورکه کې د بهرنیو استخباراتي کړیو لاس دی.

د دوی په خبره بهرني استخبارات نه غواړي، چې په هېواد کې سوله خوښی طالب پرېږدي.
په جرګې کې د دایکندي استازي علی اکبرجمشیدي وویل، چې متعصم اغاجان یو منځلاری طالب و، او تل يې په هېوادکې د سولې لپاره هڅه کولې.
اغاجان په متحده عربي اماراتو کې ورک شوی، چې افغان دولتي مسوولین وايي د دوبۍ له دولتي مسوولینو سره يې په دې اړه اړیکې نیولې دي.یاده دې وي، چې نن په کابل کې د ناپېژاند وسله والو له خوا د فواید عامې مرستیال وزير تښتول شوی دی، چې تر دې شېبې يې درک نه دی مالوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x