
کرېکټ: افغانستان درېیمه ورځ هم ښه ولوبید
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او عربي اماراتو تر منځ د انټر کانټیننټل سیالۍ دریمه ورځ هم د افغانستان په ګټه تمامه شوه.
د عربي اماراتو لوبډله د ۱۹۷ منډو په جوړولو سره وسوځیده او افغانستان اماراتو ته د پرلهپسې دوهمې توپوهنې یا فالوان بلنه ورکړه.
عربي امارات چې د اولې پاڼۍ په نسبت په دوهمه پاڼۍ کې ښه لوبه وکړه او د ۳ لوبغاړو په سوځولو سره یې ۱۹۴ منډې جوړې کړې.
د اماراتو لوبډله به لومړی د افغانستان منډې پوره کوي او بیا به هغوی ته هدف ټاکي، که یې پاتې منډې ورپوره نهکړې نو افغانستان لوبډله به له یوې پاڼۍ سره بریالي شي.
تر دې دمه د افغانستان لهخوا په دواړو پاڼیو کې ظاهر خان ۴، راشد خان او دولت ځدراڼ ۳-۳ لوبغاړي سوځولي دي.
دغه سیالۍ د افغانستان لپاره د ټیسټ غړیتوب نه وړاندې آخرنۍ سیالۍ ده، په ګټلو او یا هم برابرولو سره به یې افغانستان ددغو سیالیو اتل شي.