عبدالرزاق مهدي

شیخ مهدي ولې د اسلامي دولت له صف نه لاړ؟

أبودجانه الخراساني

شیخ عبدالرازق مهدي چې په دې وروستیو کې یې د دولة اسلام صف پرې ایښی او د طالبانو له کرښو سره یوځای شوی دی، دا کومه کوچنۍ پېښه نه ده. شیخ مهدي کوم عادي شخص نه و، بلکې ډیره اوږده جهادي سابقه یي درلوده او په خراسان کې د اسلامي دولت د لومړنیو مؤسسینو له جملې څخه و.

شیخ مهدي چې د سلف صالحینو په صحیح عقیده او منهج سمبال او د علم څښتن دی، په فراه ولایت کې د سلفیانو وروڼو یو له مخکښو څیرو څخه ګڼل کیږي. کله چې د طالبانو د حکومت په وخت کې د ابومصعب الزرقاوي تقبله الله په مشرۍ مجاهدین په هرات ولایت کې میشت و، شیخ مهدي ورسره له هغه وخت نه شناخت اوملګرتیا درلوده.

بیا چې د شهید زرقاوي په مشرۍ په عراق کې جهاد پیل شو، هم عبدالرازق مهدي ورسره همیشنۍ رابطه درلوده، شیخ مهدي که څه هم د طالبانو په صف کې یې جهاد کاوه، خو له هغه وخته یي رابطه او فکري یووالی ټول د عراق د اسلامي دولت له مجاهدینو سره و. کوم وخت چې په خراسان کې د اسلامي دولت تشکیلات اعلان او بیعتونه پيل شول، شیخ مهدي له لومړنیو کسانو څخه و چې له اسلامي دولت سره یې خپل بیعت اعلان کړ. شیخ مهدي چې له پخوا یي په عراق کې د اسلامي خلافت له مشرانو سره رابطه درلوده، د همدې اعتماد په اساس له عراق سره د خراسان ولایت د ټولو مجاهدینو د رابطې مسؤل وټاکل شو. د خلافت له مرکز څخه ټول فرمانونه د شیخ مهدي په توسط رارسیدل، هغه په خراسان ولایت کې د خلافت یو له مهمو مشرانو بلل کیده او وروسته خو رسما د خراسان ولایت مرستیال هم وټاکل شو.

خو اوس سوال دادی چې عبدالرازق مهدي له اسلامي خلافت سره د دومره مقدمې ملګرتیا سربیره ولې مایوسه شو، د اسلامي دولت له صف نه یي ځان ویوست او بیرته طالبانو ته ورغی؟؟ شیخ مهدي خو کوم داسې سطحي او بې علمه کس هم نه و چې د طالبانو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلی وي، هغه خو کوم بې عزمه انسان هم نه و چې مبارزه ورباندې درنه شوې وي. پوښتنه دا ده چې هغه ولې د اسلامي دولت صف پریښود؟؟؟

دا پوښتنه ځکه مهمه ده چې له دې وړاندې د شیخ عبدالرحیم مسلم دوست په شان ګڼو نورو باعلمه، باتجربه او د فکر او استقامت څښتنانو مشرانو مجاهدینو هم د اسلامي دولت صف پرې ایښی دی او ورځ په ورځ د اسلامي دولت صف له مشرانو، باعلمه او باشخصیته مشرانو څخه تشیږي او میدان هغو نوجوانانو ته پاته کیږي چې د اسلامي خلافت د قیام لپاره نه خو کافي علم لري او نه هم له جهادي تجربې څخه برخمن دي.

دا چې د شیخ مهدي او شیخ مسلم دوست په شان د علم، کمال او تجربې څښتن مشران مجاهدین ولې د اسلامي دولت له صف څخه ځانونه باسي، ځواب یې دادی چې دوی په پیل کې په کومه تمه او شوق سره د خلافت صف ته راغلي وو، هغه واقعیت یې ونه لیدلو. د خلافت عنوان ډیر خوږ او جالب و، له کلونو کلونو ورته ټولو مسلمانانو انتظار کړی و، کله چې په عراق کې د اسلامي دولت د مشرانو لخوا خلافت اعلان شو، له هر چا سره هیلې پیدا شوې چې اوس به یو ځل بیا یو واقعي اسلامي خلافت قائم شي. مګر په ډیر افسوس سره باید ووایو چې د واقعي مجاهدینو دغه هیلې په لوی لاس تر خاورو لاندې شوې او د مسلمانانو له امیدونو سره تاریخي ناځواني وشوه.

اسلامي خلافت ددې په ځای چې له جګړو او قتلونو ستړیو مسلمانانو ته په خپله غیږ کې دمه ورکړي، د هغوی لپاره یې نوي مشکلات پیدا کړل، د مسلمانانو د مختلفو ډلو او تنظیمونو په خلاف یې د جهاد اعلان وکړ، د القاعدې، طالبانو، اخوان المسلمین، حماس او نورو ډیرو کارنامه سازو اسلامي تنظیمونو په خلاف یې جګړې پیل کړې. اسلامي خلافت ددې په ځای چې د اتحاد او پیوستون لپاره کار وکړي، په هر ځای کې یې د تفرق او خپلمنځي جګړو اور تازه کړ، خپل تازه دمي او ځوان جنګیالي یې په ډیره ناترسۍ د کافرانو په ځای د مسلمانانو ذبح کولو ته سوق کړل.

په عملي برخه کې ددې په ځای چې خپله جهادي کړنلاره د قرآن او نبوي شریعت په رڼا کې عیاره کړي، د خپلو نفسي تقاضاوو او انتقامي جذبو له مخې یې داسې جنګي بدعتونه رامنځته کړل چې له اسلام سره برابر نه وو. د ژوندیو انسانانو په اور کبابول، په اوبو کې په غرقولو سره وژل، مسلمان سپین ږیري په بمونو کینول او بیا انفجار ورکول، د تسلیم شویو بندیانو په ډیره بي رحمۍ وژل، په مارکيټونو او بازارونو کې د موټر بم چاودنې او بې توپیره د ښځو، ماشومانو او غټانو قتل عام، د پیغمبرانو او صالحو مؤمنانو قبرونه په بیلډوزرو نړول، د اهل ذمه وو سره غیر اسلامي چلند کول او د هغوی مذهبي ځایونه نړول، په مسلمانانو خاص ډول په مجاهدینو د کفر او ارتداد ټاپې لګول او هغوی د تورې په زور بیعت ته مجبورول او داسې نور هغه اعمال وو چې د اسلام خلافت حیثیت یې له سوال سره مخامخ کړ.

د اسلامي دولت په داخل کې هغه مشران باتجربه مجاهدین او د علم او هوښیارۍ څښتنان چې د اسلامي نظام له صفاتو او تشخص څخه باخبره وو، هغوی بیا بیا د خپل صف د اصلاح کوښښونه وکړل، هغوی بیا بیا همدا خبره کوله، چې ولې د خلافت په جذبه د مستو ځوانانو وینې له نورو مجاهدینو سره په جګړو کې تویوئ، ولې خپل پروني ملګري مجاهدین د کفر او ارتداد په ټاپو محکوموئ، ولې د مسلمانانو عمومي مصالح په نظر کې نه نیسئ. خو د اسلامي دولت په صف کې ځینې لنډفکر اشخاص چې په خپلو لومړنیو بریاوو ډیر مغرور شوي او د لیونتوب تر حده په ځان کې ورک وو هغوی کله دا د خیر او مصلحت مشورې اورېدې. هغوی خو له هیچا سره هم په مفاهمه باور نه درلود بلکې له هر چا سره ټکر او جګړې ته یي اولویت ورکاوه.

د همدې غلطې تګلارې نتیجه دا شوه چې د خلافت هغه توپاني ځواک ددې په ځای چې کفارو امریکایانو یا اسرائیلو ته زیان ورسوي له مسلمانانو لکه القاعده او طالبانو سره په جګړو کې له منځه لاړ، ددې په ځای چې له هغه زړورو فدایانو څخه د کفر په ځپلو کې کار واخیستل شي، د مسلمانانو جوماتونه او د نورو ډلو مجاهدین ورباندې په نښه شول. د مسلمانانو د وینو د بې ځایه تویولو نتیجه دا راووته چې د خلافت هغه لومړۍ د فتحو او برکت مرحله د شکست، بدبینۍ او بدنامۍ په فضا بدله شوه. د نړۍ عامو مسلمانانو له خلافت نه مخ واړاوه، د هغوی هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې او د خلافت په نوم د دعاګانو لپې یې نسکورې او په ښیراوو بدلې شوې.

همدې حالت د خلافت په منځ کې هغه واقعي مجاهدین چې په رښتیا د یوه اسلامي خلافت لپاره یي مبارزه پيل کړې وه، مایوسه کړل، هغوی ګوښه نشین شول، له مسؤلیتونو یې لاس واخیست، ځینې د شیخ مسلم دوست په شان په کور کیناستل او ځینې یې د عبدالرازق مهدي په شان له نورو جهادي ډلو سره ملګري شول.

اسلامي خلافت چې ډیری اصلي او پاک مجاهد مشران یې یا په جګړو او بمبارونو کې له لاس ورکړي او یا هم مایوسه شوي او له صف نه یي ځان ایستلی اوس په کامله توګه له خپل مسیر څخه بدل شوی دی.د واقعي مجاهدینو نه شتون د اسلامي خلافت صف ته د مختلفو استخباراتو لاسونه ور آزاد کړي دي او د خلافت د صف دننه اوس هغه مغزونه او کدرونه نشته چې خپل صف له دغسې توطیو څخه بچ وساتي.

د خلافت د صف اوسني مشران او مطرح کسان ددې په ځای چې د خپل اصلي شعار یعني اسلامي واکمنۍ لپاره کار وکړي، ټول وخت او ځواک یې د نورو اسلامي ډلو په خلاف تبلیغاتو او جګړو کې مصرفیږي. لکه شیخ عبدالرازق مهدي چې ویلي دوی هیڅ د حق او عقل خبرې ته غوږ نه نیسي. ددې په ځای چې د یوې مسئلې د جواز او عدم جواز لپاره شریعت او کتاب ته رجوع وکړي هر څه د خپل نفسي اجتهاد په میزان تلي. له همدې امله خو دا هم د ځان لپاره جائزه بولي چې د افغانستان په شمال کې تر ټولو ستر مجاهد او د سلګونو امریکایانو او جرمنیانو قاتل ملا عبدالسلام ته د وژلو لپاره خپل کس ورولیږي.

دې ته په پام سره د اسلامي دولت یا اسلامي خلافت په نوم جهادي ډله اوس په خپل حالت نه ده پاته، بلکې د جهاد، شریعت او دیانت په ځای یوازې په محض جنګي،وژونکې او ذبح کوونکې ډلګۍ بدله شوې ده. هغوی چې د خپل جهاد، شهادت او آخرت د سمون غم ورسره وي، له دې ډلې ځانونه باسي او له کوم بل په شریعت برابر صف سره ځان وصلوي، ځکه دوی پوهیږي چې په دې ډله کې که ژوندی وي نو یوازې به د مسلمانانو وینې تویوي. مسلمانان به تکفیروي او د هغوی مالونه به د غنیمت په ډول چور کوي او یا به هم د بې علمه مشرانو لخوا د مسلمانانو د وژلو او قتل عام فرمان ورکول کیږي او دوی به یې په پټو سترګو عملي کولو باندې مجبور وي.

د اسلامي خلافت په صف کې هغه مجاهدین چې د خپل آخرت او عاقبت غم ورسره شته او نه غواړي د نورو مسلمانانو په وینو یي لاسونه سره شي او یا د څو تنو بي علمه، جاه طلبه او ضدي مشرانو د هوس او ړندو فتواوو قرباني شي، هغوی ټول د شیخ عبدالرازق مهدي په شان فکر کوي او دا چې طالبان د خلافت له صف نه راوتونکي مجاهدین خپله وروڼه بولي او هیڅ نوع تعصب ورسره نه ساتي نو دوی هم دا یو فرصت بولي ترڅو خپل غلط کړی جهادي مسیر بیرته سم کړي او له منحرف صف څخه مستقیم صف ته رجوع وکړي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

ستونزه د صف نه بلکه د فکر ده، سلفی فکر فتنه زیږوي مخه یی باید په زور سره ونیول شي او په دعوت یی کلک بندیز ولګول شي.