
رقیبه !
جبیر احمد مشهود
خزان به ختم شي بهار به راشي
تورتم به وسوځي سهار به راشي
ای د سرونو سوداګره واوره!
وار به دې ختم شي زموږ وار به راشي
در نه د هر ظلم بدل به اخلو
ختمه شېبه د انتظار به راشي
خیر ماځیګر که نن یتیم ښکاریږي
ګودر به ښکلی شي چینار به راشي
وخت به له خوبه رابیدار کړي اولس
پرې رنګینه غوندې سالار به راشي
د وحشتو شپې به کډه وکړي
زړونه به روغ شي پری قرار به راشي
تالا ګلبڼ به د بلبلو كور شي
غوټۍ به ګل شي پرې ګلزار به راشي
مشهوده ورک به شي بارود ورځنې
غرونه معطر به شي سینګار به راشي