شعـــــرونه

نوم یي ټکی ټکی/ شعر

اسرار الله حسن زی

ما ته مــعــــــلومــــه رقیـــبان دی نوم یې ټکی،ټکی

ماسره تل څنګ کې روان دي نوم یې ټکی،ټکی

 

یا زه خراب سړی یم یا ما کې غیرت نشته دی

یا خــــلک ډیر منــــافــقــــان دي نوم یې ټکی،ټکی

 

څوک چې زمونږه ارمانونو باندې لوبې کوي

بس همغه مـــو دښمنان دي نوم یې ټکی،ټکی

 

ما ته خاین او ما ته غل ګوره ډیر ښه معلوم دی

ها که چارواکې وکیلان دي نوم یې ټکی،ټکی

 

دلته د را،د isi د KGB جاسوسان

ټول په حکومت کې واکداران دي نوم یې ټکی،ټکی

 

یو ولسوال،یو پارلمان بل ورور شورا کې وکیل

دا خلک ټول حاجي صیبان دي نوم یې ټکی،ټکی

 

دا چې پروفیشنل تصویرونو باندې خلک غلوي

دا چغزی نه مټاک غوزان دي نوم یې ټکی،ټکی

 

زما د تریخ چای او د توري ګوړی ښه یارانه

ستا د پیستې انډیوالان دي نوم یې ټکی،ټکی

 

ما حسن زی سلو یارانو کې یو (لس) خوښ کړي

دا نور اکثره دوسان دي نوم یې ټکی،ټکی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x