افغانستان

د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز: د ټاکنو په ورځ په شپږو ولایتونو کې اربکیانو په خلکو په زور صندوقونه ډک کړي دي

د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز ویاند زبير شفیقي نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل،چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې اربکیانو او ځینو زورواکو په زور په خلکو د رایو صندوقونه ډک کړي دي، چې په خبره يې د ټاکنو شفافیت ترپوښتنې لاندې راولي.

شفیقي وویل:هغه رايې چې بې مسووله په صندوقونو کې اچول شوي دي، او سرپرست يې نه درلود، د ټاکنو شفافیت ترپوښتنې لاندې راولي.
د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر په نږدې څلورو سوو محلونو کې خپل ناظرين درلودل، د دوی په خبره د هېواد په پنځه ویشتو ولایتونو کې يې ټاکنې څارلې دي.چې په زور رایه اچونه، غزني، میدان وردګ، نورستان، کندز، کندهار او فراه کې شوې ده.
تر دې وړاندې د شپږویشتو ولایتونو لس سلنې رايې ګڼل شوې او سمې بلل شوې دي،یاده دې وي چې د ټاکنو په ورځ طالبانوله ځینو سیمو ورته راپورونه خپاره کړل، چې په ډېرو ولایتونو کې اربکیان عام وګړي په زور رایې اچونې ته مجبوروي، چې دولتي مسوولينو دغسې ادعاوې ردولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x