fbpx

پلوټو نور د سیارې نوم له لاسه ورکړ

مفتي احسان الله …

په نظام شمسي کې پلوټو له 1930 م نه بیا تر 2006 م پوري نهم نمبر سیاره بلله کيده ، او تقریبا پنځه اویا 75 کاله په درسي کتابو کې د لمریز غونډاري د نهمهي سیارې په توګه تدريسده ، کله چې په 2006 م د اګست پر 24 مه د چیک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې یو بین المللي اجتماع چې تقریبا یو نیم زر 1500 فلک پوهانو ګډون کې درلود دایره سوه ، په شمسي نظام کې د سیارې لپاره پر نوي تعریف سره متفق سول ، هغه دا چې : سياره يا كوكب هر هغه اسماني کوره ورته جرم دی ، چې د خپل خاص جاذبیت له امله د لمر خواوشا ځانته مدار ولري ، داسي چې د بلي سیارې مدار به نه قطعه کوي . چونکي پلوټو دا رنګه نده ، ځکه چې پلوټو د نبټون مدار قطعه کوی ، په 1979م کې پلوټو د نپټون مدار ته داخله سوه تر 1999 پوري هلته وه ، نو پر همدي اساس د سیارو له کتاره خارجه سوه .

پلوټو پروفیسر کلاید ټومبو په 1930 م کې کشف کړه ، او د پلوټو د مطالعې لپاره يې یو داسي دوربین وکاراوی ، چې د ښيښې قطر يې 23 سانتیمتره و .

د لمر او پلوټو په منځ کې مسافه د زمکي د هغې په 30 بیا تر 50 چنده ده ، متوسطه مسافه يې 40 وحدة فلکي ده ، (وحدة فلکي د زمکي او لمر په منځ کې متوسط مسافې ته ویلکیږی ، چې 150 ملیونه کم ته رسیږي ) ، د ډیر بعد له امله د لمر رڼا په 5.5 ساعته کې ورته راسیږي ، د نپټون په پرتله يې مدار 15 واره لوی دی ، او د پلوټو پر سطحه د لمر طلوع داسي ښکاري لکه یو ځلاند ستوری چې راخیږي ، د لمر پر خواوشا په 247 کلو او  225 ورځو کې یوه دوره پوره کوي ، په دغه حالت کې 5.9 ملیاره کم مسافه طی کوي ، ورځ يې د زمکي د 6 ورځو ، 9 ساعتو او 17 دقېقو سره برابره ده ، مداري سرعت يې په یوه ثانیه کې 5.4 کم ده .

د حجم د کموالي له امله يې د جاذبیت قوه هم ډیره کمه ده ، که د یو شي وزن پر زمکه 70 کیلو ګرامه وي ، نو پر پلوټو به يې صرف 4 کیلو ګرامه وزن وي ، د حرارت متوسطه درجه يې -234 ده ، د پلوټو مدار چونکي بیضوي دی ، نو ځکه کله تر نبټون هم لمر ته ځان قریب کړي .

پروفیسر محقق سټیرن وايې : چې زموږ د څيړني سره دا معلومه سوه ، چې پلوټو تر هغه ډیره لویه ده ، کوم چې تر اوسه يې خیال کيدی ، موږ يې په (نیو هروایزونز) سره د قطر او نصف قطر ډیره دقیقه مطالعه وکړه ، چې نصف قطر يې 1185 کیلومتره دی ، البته د لس کیلومتره کمی او زیاتی په کې ممکن دی ، تر اوسه د پلوټو پنځه سپږمۍ کشف سوي دي – کېدای سي په وخت سره نوري هم کشف سي – چې تر ټوله ستره يې د چارون Charon په نامه سره یاديږي ، کومه چې په 1978 م علماو کشف کړه ، له پلوټو نه د 19000 کم پر مسافه باندي متحرکه ده، د دې سپږمۍ قطر 1192 کم دی .

په 2006 م کال د جنوري پر 19 مه د ناسا مشهوري امریکې ادارې پلوټو ته د نیو هروایزونز  (New Horizons)په نامه یوه فضايې بيړۍ وتوغوله سوه ، چې د فضا په تاریخ کې تر ټولو د زیات سرعت والا بیړۍ بلله کیږي ، په یو ساعت کې 30800 میله یا 49568 کم مسافه طی کوي ، په 2007 م کې د مشتري سره تيره سوه د مشتري او د هغه د سپږمیو يې ډیر عکسونه راواسته ول ، لس کاله وروسته دغه بېړۍ پلوټو ته ورسېده ، د 2015 م د جولائي پر 14 د یو ټي سي وخت سره سم پر 11:49:57 باندي تر بل هر وخت پلوټو ته ډیره قریبه سوه ، په دغه وخت کې له پلوټو نه لیريوالی 7800 میله یا 12500 کیلومتره و ، نیو هروایزونز اوله فضايې بېړۍ ده ، چې د پلوټو پر خواوشا يې په 2015 م کال حلقه جوړه کړه .

په دې حال کې د پلوټو ډیر عکسونه واخیستل او زمکي ته يې را ولېږل ، له دغو عکسو نه ښکاري چې پر پلوټو باندي د زړه پر رکم یو ډیر واضح ځای موجود دی ، علماو دېته د کلائیډ ټومبا نوم ور کړی دی ، کلائیډ ټومبا یو مشهور ساینس پوه و .

فایده :

د فلک ماهرینو لمریز غونډاری پر دریو منطقو تقسیم کړی دی ، اوله منطقه يې هغه ده ، چې سخت او صعب کواکب په کې موجود دي ، لکه عطارد ، زهره ، زمکه او مریخ ، دهمه منطقه هغه ده ، چې د عملاقي ګازي کواکبو کور بلل کیږي ، لکه مشتري ، زحل ، اورانوس او نبټون او دریمه منطقه بیا هغه ده ، چې کیپر کمر بند Kuiper belt ورته وایې ، دا د نظام شمسي اخیرنۍ منطقه ده ، دلته نو بې شمیره واړه غټ ستوري موجود دي ، او دا د لمریز نظام په ستورو سره تر ټولو غني منطقه ده ، دلته لکۍ دار ستوري او له دېنه علاوه تر سل زره نور اسماني جرمونه موجود دي ، چې قطر يې تر 62 میله هم کم دی خو پلوټو د کيپر کمر بند تر اوسه تر ټولو ستره سیارګۍ پېژندله سويده .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د