د کندهار غونډه؛ له دولس ساعته ضرب الاجل وروسته کومه پېښه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):په کندهار کې د لویې جرګې په ننګه د جوړېدونکې غونډې ځینې ګډونوال پرېنښودل شول.

د تېرې جمعې په شپه د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجراییوي رییس عطاء محمد نور ته د کندهار د سفر اجازه د بهرنیو ځواکونو له لوري ورنه کړل شوه.

په کندهار کې د جوړېدونکې غونډې سمبالوونکو او د ولسي جرګې دوو غړیو همایون همایون او ظاهر قدیر تېره ورځ د ملي یووالي حکومت ته ۱۲ساعته ضرب الاجل وټاکه، چې مېلمانه یې باید کندهار ته پرېښودل شي او که یې مخه ونیول شول بدې پایلې به ولري.

د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون ویلي وو، موږ حکومت ته اخطار ورکوو، که په ۱۲ساعتونو کې یې ښاغلي نور ته د پرواز اجازه ورنه کړه، حکومت به له بدو پایلو سره مخ شي.
د ده په خبره، د کندهار په ناسته کې د حکومت د سقوط لپاره کومه طرحه نه جوړېږي او دغه غونډه د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د ولسي جرګې بل غړي ظاهر قدیر ویلي وو، موږ ولسمشري په زور نه نیسو؛ ځکه موږ «اشرف غني» ولسمشر کړ. موږ ولسمشري د قانون په چوکاټ کې له تاسې«حکومت» اخلو.

د ولسي جرګې دواړو غړیو اوسنی حکومت په د واک په انحصار، قومي تفرقې اچونې او په توطیه جوړولو تورن کړ.

د دوی په خبره، د ملي یووالي حکومت لومړی مرستیال جنرال رشید دوستم هم هېواد ته نه راپرېږدي او په ترکیه کې یې ایسار کړی دی.

نور او د دوستم زوی د کندهار غونډې ته پرې نه ښودل شول

په کندهار کې د جوړېدونکې غونډې مهم ګډونوال د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق، د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون، د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر، حمیدزی لالی او د اوسني او مخکېني حکومت ځینې لوړ پوړي چارواکي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د