افغانستان

اشرف غني: د راتلونکې جنوري په «۲۵» کابل کې د کابل پروسې بله غونډه کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني ویلي، چې د سولې په اړه د «کابل پروسې» په عنوان بله غونډه به د راتلونکي ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۵مه په کابل کې جوړه شي.

اشرف غني دا څرګندونې تېره ورځ د اسيا زړه کنفرانس استانبول پروسې د بهرنيو چارو له وزیرانو سره کړي دي.

ګډ حکومت د «کابل پروسه» غونډې د سولې لپاره د امریکا، پاکستان، چين او افغانستان د څلور اړخيزو ناستو بديل بولي او هیله من دی، چې د کابل پروسې د غونډو له لارې به سولې ته ورسيږي.

د کابل پروسې لومړنۍ غونډه د روان کال په جوزا کې په کابل کې شوې وه.

د ګډ حکومت چارواکي هیله من وو، چې دې غونډې ته به د ګڼو سيمه ييزو او لويديځو هېوادونو او نړيوالو ټولنو استازي ورشي، خو د رپوټونو له مخې يوازې په کابل کې د بهرنيو سفارتونو له لوري خپل استازي ورلېږل شوي وو.

د کابل پروسې په تېره غونډه کې ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره د سولې خبره کړې وه، خو دا يې هم ويلي و، چې دی نه پوهېږي، پاکستان له افغانستانه څه غواړي.

د ګډ حکومت په راتلو د نورو سيمه ييزو هېوادونو سربېره د افغانستان او پاکستان اړیکې هم په تورونو او بد ګومانۍ ولاړې دي.

تېره ورځ د ازاربایجان پلازمېنې باکو کې د اسیا زړه کنفرانس ته هم د ګډ حکومت مشر يو ځل بيا پاکستان سره د دوستي غوښتنه کړې او ټينګار يې کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اړيکې د افغانستان او پاکستان دواړو په ګټه دي.

اشرف غني تر اوسه هم خلکو ته دا باور ورکوي، چې لومړی بايد له پاکستان سره سوله وشي او له هغې لارې طالبان د خبرو مېز ته کينول شي، خو طالبانو تل ټينګار کړی، چې د سولې لپاره د دوی شرطونه څرګند دی او تر څو، چې بهرني پوځيان په افغانستان کې وي، دوی به له ګډ حکومت سره خبرو ته چمتو نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x