افغانستان

نېکولسن: افغان عسکر د نړیوالو لپاره جنګېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ناټو عمومي قومندان وايي، افغان عسکر نه یوازې د خپل په هېواد په ګټه جنګېږي؛ بلکې د نړیوالو لپاره هم جګړه پر مخ وړي.

نېکولسن چې په لوګر کې د پولیسو ځانګړې قطعې ته خبرې کولې، وویل افغان ځواکونه نه یوازې پخپل هېواد کې له «ترهګرو» سره په جګړه دي، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم جنګېږي.

د ناټو چارواکي «نړیوال» ډېری وخت د اروپايي اتحاديې لپاره استعمالوي، ځکه خو يې دلته خپله ژمنه بیا تازه کړه چې د دوی عسکر به هم د افغان عسکرو تر شا درېږي.

نېکولسن وويل، د دوی ځواکونه به له افغان امنیتي ځواکونو سره چې د نړیوالو لپاره جګړه پر مخ وړي، اوږه پر اوږه ولاړ وي.

له ناټو سره د شوي تړون له مخې په افغانستان کې د دې سازمان مېشت عسکر یوازې د افغان عسکرو روزنه، تمویل او مشوره پر غاړه لري، خو نېکولسن يې په جګړه کې د مستقیمي همکارۍ ټټر وهي.

پر افغان ځواکونو د ولس د بې باورۍ یو علت هم دا ګڼل کېږي، چې د بهرنیانو په امر او مرسته د هغوی لپاره جګړه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x