افغانستان

ننګرهار: په حصارک کې پنځه پوستې له منځه وړل شوې دي

طالبان وايي چې تېره شپه يې د ننګرهار په حصارک کې د شین کنډو او مردار ډنډ په سیمو کې د اربکیانو په پوستو عملیات کړي او په خبره يې پنځه پوستې يې له منځه وړي دي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پرون شپې جګړه ترنن ماسپښینه پورې روانه وه او  اوولس اربکیانو ته يې مرګ ژوبله اړولې او دوه نور يې له ځان سره وړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي:(په نښته کې له دښمن څخه ۲ ميله ۸۰ ميلي مترې توپ، ۲ قبضې راکيت لانچر، ۱ میل پيکا ماشيندار، ۶ میله کلاشينکوف، ۲ پايي موټر سايکل او ډير مهمات په غنيمت ونيول شول.)
طالبان وايي چې په دې اوږده جګړه کې يې درې تنه ملګري سرسري ټپیان شوي دي، اوپه خبره يې چې سیمه يې ټوله له اربکیانو پاکه کړې ده.

دولتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.یاده دې وي چې ننګرهار په دې وروستیو کې د طالبانو د پرلپسې بریدونو شاهد دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x