د شخصي شرکتونو ونډه زموږ د ټولنې په پرمختګ کې

لیکنه: کامران ملِک، د پوهنتون استاد

شخصي شرکتونه هغه شرکتونه دي چې د یو هیواد ولس ته تولیدات او خدمات د پیسو په مقابل کې وړاندې کوي، ددوی د تولیداتو یواځینۍ سرچینه د ولس پیسې دي. دوی ټولنی ته د پیسو په مقابل کې تولیدات او خدمات تقدیموي کوم چې ددوی د تجارت د پراختیار سبب ګرځي.

دلته ځیني داسی مسایل شته چې هر سرمایه دار او تجار پری باید پوه شي او ددی هڅه وکړي چې پرته له پیسو او تجارت د یادو خلکو سره ښه روابط جوړ کړي ترڅو د خلکو په ذهنونو کې د ښه تصویر جوړولو ترڅنګ د خدمت مصدر هم وګرځیږي.

ترټولو لمړی موضوع چې تجاران باید ورته متوجه ووسي هغه د هر مملکت دین، کلتور او ځینی حساسایتونه دي چې که تجاران ورته پاملرنه ونکړي نو تجارت به یی د سقوط او د بدنامۍ خواته لاړ شي. د مثال په توګه د کوک شرکت په خارجی هیوادونو کې شاید خلکو ته په خپلو تولیداتو کې الکول یا د شرابو څه فیصدي وکاروي خو افغانستان چې یو اسلامی هیواد دی پکې داسی تولیدات بیا تولیدول د خلکو د احساساتو د پاریدلو او د مملکت د کلتور او فرهنګ خلاف کار ګڼل کیږي. څه موده وړاندی د پاکستان د خوراکی توکو څخه د یو په هکله ګونګسی خپور شوی و چې پکې د خنزیر له غوړیو استفاده کیږي کوم چې د کمپنۍ په عاید باندی زیات اثر وکړ چې بیا یادی کمپنۍ د خپل د تولید پروسه په ژوندۍ بڼه خلکو ته وروښوده او د علماو له لاری یې خلکو ته واضحه کړه چې: په یاد تولید کې د هیڅ ډول حرام شیانو څخه استفاده نکیږي.

دوهمه خبره چې تجاران ورته باید پاملرنه وکړي هغه د یاد هیواد اجتماعي، اقتصادي او سیاسي ستونزو له منځه وړلو کې مرسته ده، مثال د غریبو لاس نیوی او ورسره مرسته، د اداري، سیاسي او نور قسمه فساد او بداخلاقۍ مخ نیوی دی چې تجاران او شرکتونه پکې مهمه ونډه درلودلاۍ شي. ددی ترڅنګ دوی د هیواد او ځوانانو د علمي کچې لوړلو لپاره مختلفی برنامی پرمخ اچولی شي ترڅو علمي يې رشد وشي. د مثال په توګه یو ځوان چې یو کوچنۍ آله یی کشف کړی یا په ښو نمرو د مکتب، ولایت او یا هیواد په سطحه بریالی شوی باید یاد شرکتونه یې تقدیر کړي او حتی د میډیا او سوشل میډیا مخ ته یې راوړي ترڅو نور ځوانان علم لوري ته تشویق شي. بدبختانه اوسمهال په افغانستان کې شرکتونه یادو مسایلو ته ډيره کمه توجه کوي او د مثبتو برنامو پرځای منفی او غیر اخلاقي برنامې سپانسر کوي کوم چې زموږ ځوانان، خویندی او میندی منفی طرف ته هڅوي. ستاره افغان او ځینی نور منفی سریالونه یې ښه مثال کیداۍ شي.

د هیواد په سطحه د شرکتونو او کاروبارونو په هکله زموږ حکومت د دا مسؤلیت جوړيږي چې ورته منظمه پالیسي جوړه کړي او بیا هڅه وکړي چې يادی پاليسانی وڅاري چې واقعا عملي کیږي او که نه؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د