fbpx

ارګ: د کندهار والي او د ملي امنیت رییس له دندو نه دي ګوښه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي هغه اوازې رد کړې، چې ګوندې ولسمشر اشرف غني د کندهار والي زلمی ویسا او د کندهار د ملي امنیت رییس له دندو ګوښه کړي دي.

نن داسې اوازې خپرې شوې وې، چې ولسمشر غني د کندهار والي او د ملي امنیت رییس په کندهار کې د حکومت ضد جوړېدونکې غونډې د نه مخنیوي له امله دواړه چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.

له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې په کندهار کې د اوسني او مخکېني حکومتونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه کېدونکې ده؛ خو د بلخ والي عطاء محمد نور ته د اجازې نه ورکولو له امله دغه غونډه هم ځنډېدلې ده.
تېره ورځ د ولسي جرګې دوو غړیو همایون همایون او ظاهر قدیر حکومت ته ګواښ کړی و، که په ۱۲ ساعتونو کې عطاء محمد نور ته اجازه ورنه کړل شي حکومت به له سختو بدو پایلو سره مخ شي.

د کندهار غونډه؛ له دولس ساعته ضرب الاجل وروسته کومه پېښه نه ده شوې

په کندهار کې د ملي یووالي حکومت پر ضد د بلخ والي عطاء محمد نور، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق، د ملي امنیت مخکېنی رییس رحمت الله نبیل، د ولسي جرګې ځینې غړي او د رشید دوستم زوی غونډه لري؛ خو حکومت ځینو ګډونوالو ته اجازه نه ده ورکړې او دغه غونډه هم ځنډېدلې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Basetkhan
میلمه
Basetkhan

له تیارې برته بله لاره نه لري داڅه ډول حکومت دی چې پرځمکه دموټرپه وسیله خپل هدف ته ورسیږي دنړۍ والوخوخولې تڼاکي شوي چې زموژلاس پوڅی حکومت ډیرمخ په طرقي روان دی اوددوی یووالي له یوځای نه بل ځایته دځمکي له لارې نه شي تللای