پښــــتو ادب

کتاب ښار د (جو جو) مخکتنه وکړه

نن سه شنبه ماسپښین د کتاب ښار له خوا د کتاب ښار په تالارکې د هېواد د تکړه نثر لیکونکي نصیر احمد احمدي د نوي خپاره شوي ناول (جو جو) مخکتنه وشوه.

په یاده ناسته کې چې لسګونو لیکوالو، شاعرانو او دادب مینه والو پکې برخه اخیستې وه، د ښاغلي احمدي دغه ناول په خپل ډول کې په هېواد کې د پښتو ناولونو په بهیر کې کم ساری وګڼل شو.
د ناستې د پیل خبرې استاد نجیب منلي وکړې، نوموړي د (جوجو) نثر وستایه او په خبره يې نثر يې معیاري دي، د استاد وویل چې پښتانه لیکوال باید د ژبې معاریتوب ته ډېر پام وکړي.
د ناستې بل ویناوال استاد اسدالله غضنفر و، چې د ( جوجو) په نثر، صحنو،انځور او کرکټرایزشن يې مفصلې خبرې وکړي.
استاد غضنفر احمدي صاحب په صحنه جوړولو کې کم ساری وګاڼه او له کتابه يې په نمونو ثابته کړه، چې ښې رڼې صحنې او تازه نثر لري.
د ناستې نور ویناوال ډاکټر محیب الله زغم، دادمحمد ناوک، نقیب احمد عزیزي او نور و، چې په ټوله کې دغه ناول ټولنیز او ښه وګڼل شو، مګر په کرکټرایزشن يې استادغضنفر، زغم او ناوک هم تنقیدي نظر درلود.
په پای کې نصیر احمد احمدی د ناستې له ګډونوالو مننه وکړه او يې ویل چې په راتلونکې کې به له دلته شویو خبرو ګټه اخلي.
د ناستې دریځ وال همایون هېواد و، چې نږدې مازیګر پای ته ورسېده.

په (جوجو) ناول کې له بل ستوري، نه د جو جو په نوم کوم موجود د ځمکې په کره کې د څېړنو په موخه راځي، چې پر افغاني بدو دودونو او په ډېرو شریکو انساني ځورونکو ارزښتونو يې نیوکې کړې دي. د ناول نثر خوږ دی او په ټوله کې يې د لوستونکو له خوا تود هرکلی شوی، نصیر احمد احمدي په هېواد کې هغه لیکوال دی،چې نږدې د ټولنې هرې طبقې ته منلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x