د محقق د څرګندتیاوو تر شا

غلام حضرت شاکر

د نومبر په ۲۳ مه نېټه دحزب وحدت مشر ښاغلي محقق د تهران په غونډه کې ( چې دمحبان اهل بیت ترسرلیک لاندې جوړه شوې وه) دایران دانقلابي ساتونکو جګړه مار قوماندان (محمدقاسم سلیماني) وستایو چې د سوریې جنګ ته افغانان او د نړۍ نور شیعه ګان استوي او قربانۍ ته یې هڅوي! محقق د افغان دولت دیوه رسمي غړي په حیث په داسې حال کې دا ډول څرګندونې کوي چې افغان حکومت دسوریې اومنځني ختیځ په جنګ کې بې پرې دریځ غوره کړیدی!

په ۲۰۱۶ کال د سوریې داعشیانو له افغان چارواکو وغوښتل چې سوریې ته دافغان جنګیالیو د ورتګ مخه ډب کړي، داعش په یوه لیکلې وړاندیز کې هغه مهال له افغان چارواکو دا ډول غوښتنه وکړه چې په سوریه کې د « لښکر فاطمیون» په نوم شل زره کسیز نظامي ځواک موجود ؤ او قومانده یې دجنرال محمد قاسم سلیماني په غاړه وه!! د یاد لښکر منسوبین هغه بې وزله هزاره ګان وو چې د بې وزلۍ له کبله له افغانستان او ایران نه دسوریې جنګ ته استول شوي وو او د لېږد چارې یې ( درسنیو په قول) دایران له خوا سمبال شوې وې!!

افغان چارواکو د داعش دغې غوښتنې ته په ځواب کې لیکلي ؤ چې افغانان د منځني ختیځ په جنګونو کې بې طرفه دي او چاته به اجازه ورنه کړي چې دنورو هېوادونو په نیابتي جګړو کې برخه واخلي.

خو اوس چې محقق دسوریې په جنګ کې دشریکو هزاره ګانو دګډون ستاینه وکړه اوپښېمانې یې هم ونه ښوده، دې موضوع دمنځني ختیځ په اړوند دافغانستان بې طرفي ځکه تر سوال لاندې راوسته چې ښاغلی محقق دافغان حکومت رسمي استازی او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال دی!! محقق وایي چې دفاطمیانو لښکر د داعش په وړاندې جنګېږي؛ ځکه خو یې عمل دستایلو دی ، حال دا چې په ټول منځني ختیځ کې د داعش جنګیالیو شمېر ۱۴۰۰ تنو ته رسېده چې له القاعده سازمان نه بېل شول او د عراق مظلومو سنیانو له انتظار نه په ګټې اخیستنې سره یې د عراق او شام ځینې برخې پخپل ګورت کې واخیستې، نه د بشار الاسد ټول مخالفین داعشیان دي او نه د عراق سنیان، په سوریه کې د داعش له ظهور نه مخکې د آزادۍ جګړه پیل شوې او جنګیالي یې داعشیان نه؛ بلکې دسوریې مظلوم سنیان دي چې کلونه کلونه یې د حافظ الاسد اوبشار الاسد کورنۍ د ظلمونو زهر څکلي دي!! په دې جګړه کې چې د «عربانو پسرلي» تر عنوان لاندې پیل شوې، تر دې دمه اووه لکه بې ګناه وګړي وژل شوي او تر پنځوس لکه زیاتو کسانو یې په نورو هېوادونو کې پناه اخیستې، په دې شمېره شهیدانو او کډوالو کې یو داعشی هم نه شته؛ نو محقق د کومو اسنادو له مخې د لښکر فاطمیون جګړه د داعش پرخلاف ګڼلی شي!؟ هغه مهال چې دعربانو پسرلي تر سرلیک لاندې په منځني ختیځ کې د ازادۍ جنګ پیل شو، هم یې امریکا ستاینه کوله او هم ایران ورته چکچکې وهلې؛ خو کله یې چې دبري چانس ډېر شو، امریکا او ایران یې په مقابل کې مشترکه جبهه ځکه جوړه کړه چې دسني مسلمانانو حضور پکې ډېر ؤ او یاد هېوادونو ترې وېره لرله!!

امریکا او ایران نه یوازې په سوریه کې؛ بلکې په عراق کې هم د داعش د ځپلو په پلمه ګډه جبهه تشکیل کړه او سنیان یې د اوږدې مودې لپاره دازادۍ غوښتنې له شعاره وغورځول!! حقیقت دا دی چې په منځني ختیځ کې اوس مذهبي جنګونه روان دي او د نړۍ شیعه ګان یې یوه برخه ده؛ ځکه خو یې محقق هم ستایي!! طبیعي ده چې محقق به په دغه ډول څرګندونو د افغانستان هزاره ګانو ته سخت تاوان ورسوي، همدا اوس داعشیانو ویلي چې د افغان هزاره ګانو په مقابل کې به غبرګون ښیي، دا چې داعش دم ګړۍ په عراق کې له ماتې سره مخامخ دی، قوي احتما ل دادی، چې خپل مرکزونه افغانستان ته را انتقال کړي، او دامام زمان، هرات جامع جومات ، اود ابوالفضل زیارت دبریدونو په څېر یو ځل بیا هزاره ګان تر خونړیو بریدونو لاندې ونیسي اویا د دایچوپان پېښې په څېر هزاره ګان برمته کړي!! اساسي خبره داده چې د دغې سناریو ترشا هغه چلوټې پرتې دي چې په افغانستان کې قامي، سمتي، ژبني او مذهبي جنګونو ته لار هواروي، چې په نهایت کې یې افغانستان دنشنلیزم او مذهب پر بنسټ تجزیه کېدای شي!!

ددې لپاره چې افغانستان د دغسې جګړو له شره بچ شي، محقق صیب دي خپل دريځ بدل کړي، خپله خبره دې بېرته واخلي او دافغانستان له حکومت نه دې رسمي بښنه وغواړي، له بلې خوا دې افغان چارواکي هم یو ځل بیا په پردیو نیابتي جګړو کې خپله بې طرفي خوندي وساتي، تجربوښودلې چې افغانانو د پردیو جګړو په وړاندې په بې طرفۍ کې خیر موندلی، په نړیوالو جنګونو او د پاکستان او هند تر منځ جګړو کې افغان حکومتونو د خپل بې پرې دریځ نیونې له برکته افغانستان د یو او بل هېواد له شره خوندي وساتو. اوس هم که غواړو خپل هېواد د پردیو له شره بچ کړو، باید په پردیو نیابتي جنګونو کې بې طرفه پاتې شو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا ستاسی تحلیل ګمراه کوونکی دی.
وخت پیدا کړم مفصل به درسره وږغېږم.