شعـــــرونه

آنلاین في البدیهه مشاعره

ترتیب: محمد نسیم

د تېرې جمعې د شپې آنلاین مشاعره چې د ښاغلي عرفان الله (عرفاني) صاحب د فیس بوک پر دېوال ترسره شوه غور چاڼ یې په لاندې ترتیب کتلی شئ.

د معمول سره سم دا دی مشاعره د یو نعت شریف په یو بیت پیلوو خپل بیتونه مو په همدې وزن او قافیه راپیل کړئ:

ښکلا پر تا تمامه یې د حسن فلسفه
پــر تا بانــدې زیبا ده مـدینه منوره
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په سپين ستورو بدل يې شول داغونه د زړګي
پر تا چي کله وشوه د إقرأ سپينه نعره
ابو عقیل

داستا پرنامه ژوند مې شه قربان رسول الله
سردار یې د کونینو او ستا نوم د زړه تکیه
احمد مختار

ای ربه درته کړم او درته کړي مو سوالونه
چې وکړې د نبي په شفاعت کې زموږ حیصه
نصير جرار

چې حسن دې قیاس کړمه په فکر کې جانانه
الهام دې راته وشي د جنت وي منظره
افغانزوی

پرتا چې څوک مین وي ای د دو کونو سروره
نو څنګه به هغه نه ږدي سرونه نذرانه
الهام حسيني

قرآن يې په مېراث کې راته پريښود ځه یې وارث يم
نو ځکه قربانۍ ته اماده يم ورځ اوشپه
قاسم افغان

پر خدای باندي ډیرګران يې رحمة للعالمینه
دا ستا په پیدائښت شوه د کسراء ماڼۍ چپه
مظلوم کوچي

که زه یم ګنهګار خو ته شفیع المذنبین يې
حضور د ذوالجلال کې به زموږ وې واسطه
حامد متوکل

غزاوو د اُحد، بدر، حنین کې دې جانانه
په تـــورو دې ملکُو هم کوله بدرګه
ع عرفاني

د زلفو له تیارو نه دې لمریز رخسار ځلاند دی
ښایست پر تا تمام دی، د ښکلاوو مجموعه
رحمت الله نړيوال

قربان دې شم له نوم نه دي ځارېږمه جانانه
اى کاش کې مې قبوله شي همدغه نذرانه
کهکشان ستوري

هم مور اوهم مې پلار، ځان اوعیال مې ترې قربان شه
د ده په راتګ شو دغه بدرنګ جهان ښایسته
اجمل تاند

د نور جلوې خورې دې له مشرقه تر مغرب شوې
جهان په تا رنړا دی يې د نور یوه جلوه
عادل افغان

په روی د پاک رسول ګران محمد رسوالله
راخلاصه کړه ای ربه د خپل رحم دروازه
سالک مسافر

اخ کله به دې و وینم جانانه مدني
په ورځ د محشر غواړمه داستا د مخ شغله
ذاهد احمدي

مدام په غلامۍ باندې دې ویاړ زه حنفي کړم
داستا د عشق په اور، کاش شمه ټول لمبه لمبه
ابراهيم حنفی زرمتی

همیش به پر تا وایمه درود او هم سلام
قبوله کړه جانانه زما د مینې دا تحفه
تڼيوال مفتون

تيارې د ټينګې نه وې چې ته راغللې نبي
د حسن خزانه وې ته رڼا لکه ډېوه
عبید وردګ

درودونه سلامونه دي په تاوي ګران حبیبه
نزول د رحمتو دې وي د ستا په شنه روضه
ذاهد افغان

چې پټه مې ګناه شي او سبب مې د خلاصون
لمن د شفاعت دې کړه پر ما خوره وره
تڼيوال مفتون

ريښتونی پیغمبر یې مجاهد یې هم غازي یې
ګټلې تــا په هــــر میدان لــه کفره معرکه
ع عرفاني

انوار باندې را اُوري مُقدس کور د جانان
مرکز د فیوضاتو هغه ښکلې شنه روضه
الهام حسينی

چی راغللې حبیبه جهان ټول رڼا رڼا شو
تیارې د جهل لاړې شوله ختمه تورہ شپه
همدرد افغان

پیدا چې په دې ورځ شولو سردار د مدینې
پیدا شوه په دې ورځ ټول کائناتو ته اسره
نصرت الله خان

دا ستا په پیدایښت کې دغه سمې دغه غرونه
جانانه شو ښایسته لکه د ګلو ګلدسته
نظير احمد صادق

ارمان مې دی اخ کله به یې ووینم په سترګو
زما د جانان کلی مدینه منوره
قريشی جانان

د ټولو کمالاتو یې ته ګرانه مجموعه
جهان په تا روښان دی په تا ښکلې مدینه
دولت وزيری

په ورځ کې د میزان دې شفاعت غواړم دلداره
بس دغه يو ارمان مې پر زړګي دی نویشته
الفت جان

چی یو ځلې یې ووینم په ژوندکې بیا دې مړ شم
داستا د شنې روضې هغه ګل رنګه مناره
نقیب سحر

درود دې وي سلام دې وي هميش پر تا رسوله
ياديږې مو هر وختې پاکه ښکلې مدينه
خان اغا حمیدي

احمد، احمد نارې وهم د مینې مې دا نښه
سنګینه سزا راکړه چې بدن مې شی ټوټه
معاذ صادق

داستا په پیدایښت کې خپور په ټوله دنیا نور شو
له تا به کړم قربان ځان هم جایداد او شجره
معصوم زابلی

په مینه دې فدا یمه په تا باندې نازېږم
لہ تانه په دنیا کې یارہ بل نشته شایسته
ثاقب ملنګ

په تا باندې د حسن حد تمام دى محمدهﷺ
بس يې د انواراتو او ښکلاوو مجــــموعه
تسل منیب

زه تل له رب نه سوال کوم چې درشمه روضي ته
په زړه کې مې همیش وي دغه ښکلې تلوسه
مصلح افغان

اخ ځار یې له نامه شم محمد دی که احمد دی
د ده په شان ته کله شته ښایسته بله نامه
عبدالقادر سلیمي

چې نشته ده ثاني یې په دا کل واړه جهان کې
ده څومره ګلورینه ا وشيرينه مدينه
د لوګر زمریان

د جهل ګمراهۍ جرړې دې ختمې کړې چې راغلې
تا بله په دنيا کړه د توحيــــد ښايسته ډيوه
احمد خالد

شم ځار دې له هجرانه او له وصله مدني
بس زړه ته مې سکون او اطمينان يې هم تکيه
شمس الباري ځلاند

د علم حکمت تاج یې د عرب او د عجم
مشال د بشریت يوه منلې مناره
لمعان

قربان د شم حبیبه څه عجیبه دې لوړ شان دی
مېلمه شولې شفیعه د معراج په ښکلي شپه
عبدالبصیر یعقوبي

سردار د مرسلانو یې غمخوار هم د امت یې
په تا باندی نامدار شولو یثرب په مدینه
میر عثمان عثماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x