افغانستان

ننګرهار: د انعکاس راډیو ټلویزون مخې ته چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د جلال اباد ښار اړوند د انعکاس خصوصي راډیو ټلویزون مخې ته څو شېبې وړاندې درې چاودنې شوي، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی.

د انعکاس راډیو ټلویزون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې وژل شوی د دروازې ساتونکی دی او د دوی کارکوونکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د دوی په خبره، چاودېدونکي توکي په یوه ریکشا کې ځای پر ځای شوي وو.

انعکاس خصوصي راډیو ده، چې له تېرو اوو کلونو راهیسې په مرکز جلال اباد کې خپرونې کوي او تېر کال یې ټلویزون هم جوړ کړ.
تېر کال هم د انعکاس راډیو ته لاسي بمونه غورځول شوي وو.

د نننۍ پېښې پړه تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x