افغانستان

کنينګهام: نوي ولسمشر سره به امنيتي سند امضا کول له لومړيتوبونو څخه وي

نن ټکی اسيا: کابل کې د امريکا سفير جيمز کنينګهام وايي که هر څوک ولسمشر کيږي نو زموږ له لومړيتوبونو څخه به د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند لاسليکول وي.

جيمز کنينګهام نن سه شنبه هرات ولايت کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل چې، دوی د روان وري مياشتې د شپاړمې نيټې ولسمشريزې ټاکنې د افغانستان لپاره ښه زيری بولي چې، ميلونونو خلکو په ګډون وکړ.
د امريکا سفير همدا راز د يو سوال په ځواب کې و ويل چې، د ټاکنو په ترڅ کې يې د هيڅ کانديد ملاتړ ندی کړی. جيمز زياته کړه چې، راتلونکي ولسمشر سره به د دوی لومړی سياسي حرکت د امنيتي سند امضا کول وي.

د امريکا سفير همدا رنګه پرون ماښام په هرات ولايت کې د يو ديني مخور مير فاروق حسيني ترور هم وغانده.
د افغان حکومت دريځ
د يادونې وړ ده چې، د لويې مشورتي جرګې څخه وروسته ولسمشر کرزي و ويل چې، تر هغې به امنيتي سند امضا نکړي چې، امريکا دا ډاډ ورنکړي چې، د افغانانو پر کورو به چاپې نه وهي، د افغانانو له وژلو به لاس اخلي او د سولې لپاره به عملي پروسه پيلوي.

مګر له ولسمشريزو ټاکنو څو ورځې وروسته د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني و ويل چې، کيدای شي د واک له ليږد مخکې امريکا سره امنيتي سند لاسليک شي.
کارپوهان څه وايي؟
کارپوهان وايي چې، دحکومت د بدليدونکي دريځ لامل شايد دا وي چې، کرزي غوښتل تر په ظاهره له امريکا سره مخالفت وکړي تر څو د ټاکنو پروسه د طالبانو له وسلوالو بريدونو او ګډوډيو وژغوري.
اوس چې، ټاکنې تر سره شوي نو کيدای شي د کرزي حکومت د واک له ليږد مخکې امريکا سره دا تړون امضا کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x