شخصیتونه

دیويشتمې پېړۍ شهيد نابغه غلام الحنفي تقبله الله

ليکنه : الهام الخراساني

څه وړه هستي خونه چې ترخاورولاندې شوه دعلم او عرفان مجسم غرمو ترخاورو لاندې شو!

کله به چې دتاریخ باب ته ورغلم او دعلماء پر ژوند به مې نظر ولوید نو پر هغو علماؤ به مې ډېر تعجب کاو،چې په ډېر کم عمرکې یې داسې خدمات او کار نامې ترسره کړې وې چې خپل معاصر مشران لوی لوی محدیثین اوفقهارء ورته ګوته پرغاښ وه ددغو علماؤ له جملې یوهم، امام عبدالعزیز فرهاروي رحمه الله اوامام عبدالحی الکنوي رحمه الله اوداسې نور و…… کوم چې ددیرشو او څلویښتو کالو په منځ کې وفات شوي دي.

او له داسې هستيو پسې مې خپله مطالعه په قدیم او تېرو تاریخونو کې ستومانه کړه، اوهم مې داسې اشخاص په تېرو پېړیو کې منحصر ګڼل؛

خو زما دغه خیال وفکر محدود اوناقص و ځکه کله مې چې دشیخ صاحب تقبله الله ژوند په ويښه مطالعه وکوت نو زما دافکارو حــد او سرحد یې مات کړ، پرېکړه مې وکړه چې یو له هغو علماؤ چې ژوند لیک يې زما دتعجب سبب و ، يوهم دیویشتمې پېړۍ نابغه شیخ غلام حضرت غلام الحنفي تقبله الله دی.

شیخ غلام حضرت دمولاناخواجه محمد حضرت زوی دافغانستان دننګرهار ولایت په دپچیر اګام په سیمه دلمریزکال په( ۱۳۵۵ ) کې دې نیمګړې دنياته سترګې وغړولې.

نوموړی چې په یوه دینداره،علمي اوروحاني کورنۍ کې زېږېدلی و، له کوچني توبه يې په علمي او روحاني مجالسو کې حضور درلود.

محترم شیخ صاحب له همدغه وخت په لومړنیو زده کړو پیل وکړ، او د پاکستان تر لرې لرې سیمو یې علمي سفرونه وکړل، او دنبوي احادیثو ستره دوره یې له نامتو محدث چاته چې دخپل عصر علماءو دابن الجوزي لقب ورکړی استاذ محترم محمد ادریس دامت برکاتهم العالیه سره پای ته ورسوله، له دې روسته یې دفنونو په درس او تدریس پیل کړچې په ډېره لږ موده کې الله جل جلاله په هرفن کې داسې مهارت ورکړ چې دهرفن په دوره کې به یې سلګونو شاګردانو ګډون درلود بالاخره یې دغلماؤ او طلباؤ په زیات اصرار د احادیثو په تدریس پیل وکړ او داد نابغه صاحب ځانګړتیاوه چې په دیرش کلنۍ یې دغه سعادت په برخه شو.

نوموړي یوازې دتدریس پرمسئولیت اکتفاء نه وکړې له دې سره سره په فکري روزنې او تربیې ته ځانګړې توجه ورکړې وه ، خاصکر دامارت اسلامې مجاهدینوته یې مستقل سيمينارونه درلودل، داسلام او مذهب په دفاع کې یې ډېرې سړې تودې وګاللې او دهرې راتلونکې فتنې پروړاندې لکه سپر ولاړ و او دعلم مناظرې دمیدان هغه وتلی، اتل مبارز و چې ۵۳ځله دغه میدان ته وتلی و؛ خو مقابل لورې یې بې تیختې بله لار نده موندلې،
او دډېرو شوم فکرانو ورمېږونه یې دلایلو په توره غوڅ او درڼا په نېزو یې دتیارو سینې وڅېرلې، او دوخت ۷۲باطلو فرقوته یې سینه وهلې وه.

دنوموړی د دغو خصوصياتو سره په سیرت، تاریخ او دقران په تفسیر کې جلا مهارت درلود، اوله فصاحت څخه داسې برخمن و چې په کومه جلسه کې به یې تقریر شروع کړ په ټول مجلس په سکته خوره شوه؛ځکه خو ورته دخپل مرشد له خوا نابغه لقب ورکړ شو.

دشیخ صاحب جهادي بلنه یوازې دامارت اسلامي سپېڅلې لښکر ته وه او دامارت اسلامي تائید یې دهر بیان زینت ښکلاوه، او دخوارجو پر وړاندې لومري کس وه چې دجهاد فتوا یې پرې ورکړه او هغوی یې خوارج او واجب القتل وبلل، نوموړي ته که څه هم ډېر ګواښونه شوي وو خو له خپل کلک دریز او دحق له دفاع یوقدم هم روسته نه شو .

شیخ صاحب ته الله جل جلا له په ژوند کې، ديارلس (۱۳) ځله د حج او عمر ې سعادت هم نصیب کړی و دغسې یې د نړۍ نورولرې هېوادونو ته لکه عمان ، مسقط ، دوبئ ، متحده عربي امارات ، ايران او داسي نورو هېوادونوته سفرونه کړي و

وفات يې:

شهيد شيخ نابغه صاحب په ۱۳۹۵ لمريز کال د زمري د مياشتي ۲۹ نيټه چې د ‌2016 ميلادي کال د اګست د مياشتي 19 نيټ، سره سمون خوري د جمعي د لمانځه د ادا کولو وروسته د خپل والد محترم سره يوځاي د پيښور ښار اخون آباد په سیمه کې د خپلي مدرسي تر څنګ ظالم او ناترسه دوښمن یې په سینه بېدریغه مرمۍ وورولې، دفکري سنګر فاتح، داسلام ستر داعې ، دنبوي احادیثو خادم دعلم او عرفان مجسم غر یې، دتل لپاره دابد په خوب ویده کړ روح دې ښاد او یاد دې تل تازه وي (انا لله وانا اليه راجعون).

شهيد نابغه الحنفي په زړه ډېر ارمانونه درلودل چې تر اوسه يې دتکمیل پر امید يې شپې او ورځې صبا کولې ،چې یو يې هم دلسګونو اثارو تر څلویښت کلنۍ پورې تموکول وه خو بزدل او وحشي دوښمن یې دامیدنو څلې ونړول پاتې اثاريې لاهم مخطوط پاتې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

تقبله الله بس نور دې نو الله پاک پري ورحمیږی او الله پاک دې ورته مغفرت وکړی او لوړ جنتونه دې ور نصیب کړي او کوم بزدله یې چی په حق کښې دا کار کړي چی د مخامخ مقابلی توان او همت یې نه ورسره درلوده نو الله دې ددنیا او آخرت ذلیله، شرمنده او رسوا کړي.
د خلفی خوارجو سره د مناظرو او نورو بیځایه کشمکشونو او جګړو په اړه چی یو واقعی مسلمان ورته په ناچاره مجبوریږی باید دومره ووایم چی باید د خلفی خوارجو سره مناظره پداسې شکل ونه کړي چی هغه یو حدیث ورته تیروی او دې بل یا هغه یو آیت د قرآن تیروی او دې ورته بل، مناظره چی ورسره کوي نو د خلفی خوارجی منهج د اصل، اساس او ریښی په اساس دې ورسره وکړي په یقین سره ورته ویلی شم چی په ډیر کم وخت کښې به ورنه د تیښتی او فرار لاره غوره کوي. ځکه د خلفی منهج اصل، اساس او ریښه په غلطو افکارو ولاړه ده ددوی عقیده د قرآن په باره کښي ددوي عقیده د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د سنتو او احادیثو په باره کښي د اهل سنت د ټولو مجتهدینو فقهاو او محدثینو او مذاهبو سره په تضاد او ټکر کښې ده او اتباع غیر السبیل المومنین ده. یوازي او یوازي د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف او تفرق د اچولو او دي تفرق او اختلاف ته د لا زیات تشدید ورکولو یوه لاره او طریقه ده چی په ګډوله او نادره او ناولده افکارو بنا یوه لاره ده. خلفی منهج د خیرالقرون او سلف صالح د زمانې نه هیڅ داسې مثبته جنبه نلري چی یو څوک دې پري حساب وکړي یوازني مثبته جنبه چی لري هغه داده چی د صوفی ګری د خرافی لاری، قبر پرستانو او روافضو ډیر زیات مخالف دي اما په مسلمانانو کښې ددې مرضونو دعلاج دوا يې په غلطه لاره بنا کړي او دا ماسوا ددې نه چی مسلمانانو ته نور زیان واړوی او د مسلمانانو دردونه نور هم تشدید کړي نوره هیڅ فایده نده پری مرتبه. خلاصه دا چی خلفی خوارج پخپل دې منهج سره نشی کولای چی د اسلامی نړی اوسني دردونکی حالت ته تغیر ورکړی او نه یې د تغیر توان، صلاحیت او اهلیت لري یوازی به دا دردونکی حالت نور هم تشدید کړی نور به هیڅ هم ونشی کړي، نو بنأ زمونږ مخلصانه مشوره ورته داده چی یا دې مخه بل چا ته پریږدي او یا دې پخپلو ځانونو کښې اصلاح راولي ددې ماسوا نه بله لاره او نه هم حل شته.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close