افغانستان

کابل: چاودنې څلور تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، نن په لومړۍ امنیتي حوزه کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د مجاهد په خبره، چاودنه نن شاوخوا ۱۱بجې د پوځیانو د جلب او جذب یوه کانتنیر تر څنګ شوې ده.

دی وايي، د یوه ټپي روغتیايي حالت ښه نه دی.

په کابل کې دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران په بهرني سفر وتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x