نظــر

د طالب احسان!

د نږدې دیارلسو کلنو په تېرېدو لاهم داسې بلواکه ککرۍ شته، چې نه طالب پېژني او نه هم خپل دښمن، دوی لاهم داسې تبلیغوي، چې ګواکې طالب د هېواد د ټولو ګټو د دښمن نوم دی!

کله چې امریکايې اشغالګرو د خپلو داخلي ریبوټونو په واسطه په ګران هېواد قبضه وکړه، نو له طالب سره يې د جګړې په نامه بشپړ اسلامي فکر ـخصوصاً جهادي تصورـ له بېخه ایستل وغوښتل، دوی پرلپسې ډېر زور وواهه چې د خپلو تبلیغاتو او رواني جګړې په زور پر افغانانو دا ومني، چې ګواکې ږيره، اوږده لمن، لونګۍ او .. . ستاسې ارزښتونه نه دي.

اوکه یې بیا ارزښتونه بولئ، نو ستاسې دښمن (طالب) له دې ارزښتونو په ګټې جګړه کوي، خکه خو باید تاسې دې ارزښتونو ته شا کړئ.

په هېواد کې مېشتو افغانانوته داخبره د ټوپک ډزښکاره شوه، مګر له بهره راغلیو دوه رګه افغانانو يې د فکر د بدلون لپاره هرڅه په لغته ووهل او ښکاره يې د نظام هرې ناروا ته د مشروعیت غږ وکړ.له ملګرو سره په یوه ناسته کې یوځوان د خپلې دندې په اړه وویل چې دی په یوه بهرنۍ مؤسسه کې کار کوي، او دهغې مؤسسې دا دنده ده چې د کابل په ښارکې ګرځېدونکي نجونې جذب کړي او بیا پخپله خوښه جامې ور واغوندي، هغه ویل چې موږ هرې نجلۍ ته دوه سوه ډالر ورکوو او دوی زموږ په خوښه نیمه بربنډې جامې اغوندې، او په ښارکې ګرځي، موږ هرې نجلۍ ته ځای ورښیو چې باید په له ګڼه ګوڼې ډک ځای کې وګرځي، ترڅو دا جامه دخلکو په منځ کې عادي خبره شي، موږ يې یواځې په ټلیفون پوښتنه کوو، چې په کوم ځای کې ده؟

دامې مشت نمونه خراور یاد کړل، چې د ښکېلاک په نورو مقصدنو سربېره سوچه اسلامي فکر له منځه وړل هم لوی مقصد دی.ځکه خو باید هرهغه څوک چې ځان ته مسلمان وايي په دې دیارلس کاله کې د طالب ځوان احسان په ورین تندي ومني.

طالبانو د خلکو دناموسونو د ساتلو لپاره د تکبیرغږ پورته کړ، مګر کابل مېشتو سکولرانو پرې لکه په تېرجهاد کې د پاکستان ټاپې ووهلې، دوی د طالبانودپاکستاني توب لپاره دا دلیل لري، چې ګواکې د پاکستان په سرحدي سیمو کې طالبان ولې ټول ژمی ازاد ګرځي؟ مګر دې ته يې پام نه دی، چې نه خو دافغانستان دولت د طالب دوست دی او نه هم راغلي ښکېلاکګر ، نوبیا ولې د هېواد په پنځه نوي سلنه خاوره د طالب واک چلېږي او په ټولوکلیو او بانډو کې د طالبانو د اوسېدولپاره د سیمې خلک د سر شیندلو ته هم تیار دی، دا به دامانا لري چې ګواکې دکرزي بلواکه رژیم او یرغلګر ورسره جوړ دي؟؟؟

عین مثال په پاکستان کې هم لري، طالب د پاکستان په هغه سیمه کې په زور اوسي چې چېرته د امارت واک چلېږي، دا په هرحال، د طالب په وړاندې بل لوی تبلیغ داکېږي چې ګواکې عام وګړي، ماشومان او ښځې وژني که څوک یوه ذره هم ويښ ضمیر ولري نو دا بې منطقه استدلال به ونه مني، ځکه چې دعامو خلکو د وژنې لپاره طالبانو ته پوهنیز ډګرونه تر ټولو اسانه مرکزونه دي، مګر په غړولو سترګو يې وینو چې په دې دیارلس کاله کې خو نه په لوړو زده کړو وزارت او نه هم پوهنې وزارت برید شوی دی، که څه هم امنیتي تدابیر يې سخت نه دي او دخلکو په مخ خلاصې دروازې لري، یاهم په ولایتونو کې پوهنتونونه هغه ګڼ مېشتې مرکزونه دي چې د عامو قاتلینو لپاره اسانی پکې دی، مګرکه چېرته طالبانو غوښتی چې رښتیا هم لکه څنګه چې يې ګوډاګيان تبلیغوي عام خلک ووژني، نو داسې مرکزونو ته ورتګ اسانه خبره ده، مګر تر ننه پورې په پوهنیز مرکز برید نه دی شوی.

که څه هم په دې ټول پوهېږو چې دیو نظام لپاره معارف ترټولو ستره پایه ده،ځکه چې د معارف هر شاګرد د دې دولت کس دی، فرضاً تېر کال په ټول هېواد کې له لوړو زده کړو مؤسسو نه نږدې شپېته زره کسان فارغ شول، داسې فرض کړئ چې په دې شپېتو زرو کسانو کې شل زره په خوښه دندې نه کوي، شلوزرو نورو ته نه پیداکېږي، دغه شل زره نور خو خامخا په دولت کې جذب شول، هغه که په هره برخه کې وي.

مګر له دې سره سره د افغان غیور ولس سره د مینې په خاطر طالبانو دا برخه ـ که څه هم د دولت مهمه برخه ده ـ بې عملیاتو پرې اېښې او دايې ثابته کړې ده چې دوی رښتیا هم مسلمان افغانان دي او خپل هېواد ورته ګران دی.ځکه خو باید د طالب په زرګونو نورو احسانونو سربېره دا احسان په دواړو تکو تورو سترګو په ورین تندي ومنو.

ډاکټر عطا محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x