کرېکټ: د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درېیو نړیوالو ورځنیو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري ۱۵کسیزه لوبډله نن اعلان شوه.

د درېیو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره اصغر ستانکزی«لوبډلمشر»، نورعلي ځدراڼ، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، ګلبدین نایب، محمد نبي عیسی خېل، راشد خان ارمان، شفیق الله شفق«ویکټ کیپر»، دولت ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، حمزه هوتک او شاه پور ځدراڼ او په احتیاطي لوبغاړو کې فرید احمد ملک، افسر ځاځی او کریم جنت نومونه اعلان شوي دي.

د ایرلنډ پر وړاندې د لوبغاړو په نوملړ کې د لومړي ځل لپاره د مجیب ځدراڼ نوم لیکل شوی دی.
مجیب ځدراڼ په ۱۹کلنو لوبډله کې لوبېږي او په تېر اسیايي کپ کې ښه وځلیده او د بنګله‌دېش په کورني کرېکټ کې هم اخیستل شوی دی.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درې پنځوس اوریزه لوبې د روانې ډسمبر میاشتې له پنځمې پیلېږي او تر لسمې به روانې وي.
دغه لوبې په عرب متحده اماراتو کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.

افغانستان او ایرلنډ په یوه ورځ د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او دا لومړی ځل دی چې دواړه هېوادونه خپلو کې سره لوبې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mojeb
میلمه
mojeb

شل اوریزی ورسره نه لرو تنها ۵۰ اوریزی دی