دیني، سیرت او تاریخ

د موحد تېروتنې (لومړۍ برخه)، لیکوال: مصطفی زمریال

hadees_alnabiپه دې وروستیو کې مې د شهادت ورځپاڼې په ویب سایټ کې د ښاغلي موحد یوه لیکنه ولوسته چې د موضوع نچوړ یې دا وه چې نبوي سنت او احادیث مستقله وحې نه ده بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل عقل په مرسته د قرآن د ایتونو تفصیل او شرح مونږ ته د احادیثو په شکل کې وړاندې کړې ده. په دې لیکنه کې نورې هم څه داسې خبرې وې چې باید کره علمي څېړنې ته کېښودل شي، تشې یې ورډکې او عیبجن ځایونه یې ورپه ګوته کړل شي.

مونږ به ددې لیکنې له لارې د اسلامي ورورګلوۍ د دوه اړخیز تعاون او تناصح پر بناء، د خپلې ایماني وجیبې او مسئولیت له مخې، او د الله جل جلاله د رضا په موخه هڅه وکړو د موحد هره تېروتنه تر جلا سرلیک لاندې په نوبت سره د لوستونکیو په وړاندې یوې علمي څېړنې ته د رد لپاره کیږدو.

خو غواړو ددې لړۍ لومړۍ کړۍ همدا پورتنۍ موضوع وټاکو په کومه کې چې موحد د نبوي احادیثو په سرچینه کې د مستقلې وحې څخه منکر دی، او نبوي احادیث د قرآني ایتونو په رڼا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عقل ځیږنده بولي.

مخکې تردې چې اصلي موضوع ته ننوځو د موضوع د ښې روښانتیا لپاره غواړو د موحد د لیکنې اړوندې برخې کټ مټ رااقتباس کړو، نوموړی وايي:

((وحي په قرآن كي راخلاصه شوې، څه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وحي شوي ټول په قرآن كي راغلي…. د هغو خلكو ادعاء بې بنسټه او له ځانه جوړه كړې ادعاء ده چي وايي د دوى [د وریرې او عمې د یوځايي نکاح] حرمت د مستقلي وحي له مخي ثابت شوى نه د قرآن له مخي!! حال دا چي قرآن د ټولو قضاياوو په اړه اصول وضع كړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه اصول تشريح كړي او تفصيلات ئې موږ ته بيان كړي….. فروعاتو او تفاصيلو په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لارښوونو منشأ په خپله قرآن دئ نه مستقله او بېله وحي، كه دا مستقله وحي وى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به ويلي وو چي ما ته وحي شوې چي داسي نكاح حرامه ده… دا روحيه خلكو ته وركول چي قرآن كافي نه دئ د هغو ضاله ډلو تبر ته لاستى برابروي چي قرآن شا ته غورځوي او په جعلي رواياتو پوري نښلي)).

راځئ د موحد پورتنۍ مفکوره د عقل او نقل په یوه نیاومنه تله کې وتلو، او ووینو چې څومره په تول پوره خیژي؟:

آیا دا خبره چې “احادیث مستقله وحې ده” په قرآن د اعتراض معنی لري؟؟

موحد په دې موضوع باندې ډیر ټینګار کړی چې هر هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وحې شوي یوازې په قرآن کې راغونډ شوي او بس، بناء قرآن د ټولو احکامو لپاره کافي او شافي دی.

موحد په دې خبره چې قرآن کافي او شافي دی، دومره زیات ټینګار کړی چې د چا په زړه کې دا ویره راوټوکیږي چې که چیرته ددې خبرې درست وضاحت وړاندې نه شي ښايي یو وخت ترې هغه ضاله ډله د تبر د لاستي په توګه کار واخلي چې یوازې په قرآن ایمان لري او له احادیثو څخه منکر دی کومه چې نن ورځ د (قرآنیین) په نامه یادیږي.

نوموړې ډله هم د موحد نظریې ته ورته یوه مفکوره لري او که چیرته موحد په خپلې نظریې کې لازم سمون رانه ولي ښايي په ناپامۍ سره پرې ډیر خلک د قرآنیینو د نظریې مینه ماته کړي.

دلته باید دا خبره واضحه شي چې د (قرآن کافي نه دی) معنی هیڅکله دا نه ده چې العیاذ بالله قرآن کریم د ژوندانه د ځینو اړخونو په اړه بې ځوابه او نیمګړی پاتې شوی، ښايي زمونږ او د موحد ترمنځ د اتفاق یوازینی ټکی هم دا وي او دواړه په دې خبره متفق یو چې په قرآن کې د هرې چارې (اصول) وضع شوي، فروعات او تفاصیل د نبوي سنتو او احادیثو ځانګړنه ده، نو که څوک پورتنۍ خبره (چې قرآن کافي نه دی) په دې معنی اخلي چې قرآن کریم فروعات او تفاصیل په خپله لمن کې نه رانغاړي، په دې کې هیڅ ستونزه نه شته او موحد به یې هم ورسره مني، خو که چیرته د قرآن د ناکافي والي څخه لومړۍ معنی اخیستل کیږي چې ګنې قرآن د ژوندانه ځینې اړخونه نه دي واضحه کړي بیا تنها موحد نه، بلکې هر مسلمان ته لازمه ده مخالفت یې وکړي او مخه یې ونیسي.

د نتیجې په توګه ویلی شو چې د (قرآن کافي نه دی) په اړه زمونږ او د موحد اختلاف لفظي دی، او موحد ته نه ښايي دا موضوع تر اندازې زیاته جدي ونیسي، او نه هغه څوک د ضاله او قرآن ته شا کوونکې ډلې په نامه ونوموي کوم چې د قرآن د ناکافي والي څخه دوهمه معنی اخلي.

راځو دې ته چې ولې موحد په دې باندې تینګار کوي چې ټوله وحې په قرآن کې راخلاصه شوې او نبوي احادیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم اجتهاد ګڼي؟؟

د موحد په اند ددې کار په پایله کې به خلک قرآن شاته وغورځوي او په جعلي روایاتو به ونښلي.

له جعلي روایاتو د خلکو رامنع کول او د قرآن پرلور یې سوق کول بهترین کار دی او د هر مسلمان وظیفه او وجیبه ده، خو په داسې توګه نه چې د بل چا د ګمراهۍ څخه د ژغورنې اندیښنه مو پخپلې ګمراهۍ منتجه شي، دا چې ځینې خلک زمونږ له صحیح خبرو ناسمه معنی اخلي آیا مونږ د هغوی د ګمراه کیدلو له ډاره له صحیح خبرې وګرځو؟ او که نه، زمونږ او دهغوی په مابین کې د رامنځته شوي سوء تفاهم څخه پرده اوچته کړو او سمې لارې یې ته برابر کړو؟؟ نو که موحد ددې نه ویریږي چې که ووايي قرآن کافی نه دی، پدې سره به د قرآن کسر شان رامنځته شي او د ضاله ډلو تبر ته به لاستی برابر شي، هیڅ دې نه ویریږي ځکه لکه مخکې مو چې وویل مونږ د قرآن له ناکافي والي څخه (العیاذ بالله) هغه مفهوم نه اخلو کوم چې ضاله او ګمراه ډلې یې ترې اخلي، دا چې موحد پخپله لیکي چې قرآن مونږ ته اصول وضع کړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم همدا اصول راخیستي او شرح او تفصیل یې مونږ ته وړاندې کړی، پخپله ددې معنی ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تنها د قرآن اصول کافي نه ګڼل، بلکې د هغو د شرحې او تفصیل اړتیا یې محسوسوله، نو آیا ددې معنی دا ده چې (نعوذ بالله) رسول الله صلی الله علیه وسلم قرآن کافي نه ګاڼه؟؟

دا خو د قرآن د کافي والي او ناکافي والي په اړه لنډ وضاحت وه چې وړاندې شو، اوس راځو دې ته چې د موحد په اند نبوي احادیث د قرآني وحې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم استنباط دی، او هیڅکله مستقله وحې نه ده، که مستقله وحې وی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په صراحت ویلي وی چې ماته داسې وحې شوې. دا چې موحد به په دې خبره کې څومره حقیقت ته نږدې وي، په لاندې کرښو کې به واضحه شي.

آیا احادیث مستقله وحې ده؟:

دا درسته ده چې قرآن موږ ته اصول وضع کړي او نبوي احادیث یې شرح او تفاصیل دي، خو ددې معنی هیڅکله دا نه شوه چې د وحې نزول یوازې په اصولو پورې منحصر وه او فروعات د وحې له لارې نه نازلیږي.

داسې په ګڼ شمېر کې احادیث شته چې هیڅکله به موحد په دې ونه توانیږي چې ووايي دا حدیث د فلاني ایت فرع دی او پیغمبر علیه السلام د عقل په مټ د فلاني ایت څخه استنباط کړی دی، که انصاف وکړي نو خامخا به وايي چې دا حدیث مستقله وحې ده. زه به د مثال په توګه څو احادیث ستاسو په وړاندې کیږدم چې (د موحد خبره) هر عاقل انسان پوهیږي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته په مستقله توګه وحې شوي احادیث دي:

۱-په قرآن کې تنها د لمانځه د فرضیت موضوع یاده شوې، دا چې په څه شکل، څو وخته، څو رکعته، او په کوم وخت کې به ادا کیږي؟ ټول هغه څه دي په احادیثو کې راغلي دي او موحد به هیڅکله ونه توانیږي چې یو مشخص ایت په ګوته کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل عقل په مټ د فلاني ایت څخه د لمانځه وختونه او د رکعاتو تعداد استنباط کړی دی.

۲-د زکات نصاب هم په قرآن کې نه دی ذکر شوی، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په احادیثو کې مونږ ته احکام راښوولي دي. او موحد به هیڅکله هغه ایت پیدا نکړي کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې د خپل عقل په زور د زکات نصاب راویستلی وي.

د ټولو علماوو په اتفاق سره هغه احکام چې په عباداتو پورې اړه لري، توقیفي دي، په دې معنی چې انسان ته پکې د عقل جنګولو مجال نه شته.

نو څرنګه چې د لمانځه او زکات د تفصیلاتو احادیث هم په عباداتو پورې اړه لري مونږ موحد ته منتظر یو چې څه په ډول به دا په ثبوت رسوي چې د دې احکامو سرچینه او مصدر شارع (الهي وحې) ده؟؟ آیا دا احکام هم پیغمبر علیه السلام لکه د وریرې او خاله د یوځايي نکاح په څیر د کوم ایت څخه استنباط کړی؟؟

د پورتنیو دواړو دلایلو نه وروسته به هیڅ عاقل انسان دا جرئت ونکړي چې ووايي وحې ټوله په قرآن کې خلاصه شوې او احادیث د قرآني وحې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عقل او فکر محصول دي.

اګر که په دې اړوند به پورتني دوه دلایل کافي وي، خو ددې لپاره چې موضوع ښه روښانه شي څو نور دلایل هم ستاسو په وړاندې ږدو:

۳-د قیامت د نږدیوالي هغه نښې او علامې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته په احادیثو کې بیان کړي، ټولې په دې دلالت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مستقله وحې کیده. رسول الله صلی الله علیه وسلم چا په دې باندې خبر کړ چې دجال به داسې او داسې مواصفات ولري؟؟ هغه ته چا وویل چې په تندي به یې (کافر) لیکل شوی وي؟؟ هغه ته چا دا علم ورکړ چې کله قیامت نږدې شي د مسلمانانو او یهودو ترمنځ به جګړه رامنځته شي او پرته د (غرقد) ونې څخه به هره ونه او تیږه نارې وهي چې ای مسلمانه! راشه زما شاته یهودي پټ دی ویې وژنه؟؟ او دې ته ورته پرېمانه او په ګڼ شمېر کې نور احادیث هم موجود دي.

آیا دا ددې خبرې ښکاره ثبوت نه دی چې پرته له قرآن څخه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وحې کیده؟؟

۴-امام البخاري د ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت کوي چې: زه رسول الله صلی الله علیه وسلم د زکات په مالونو باندې ساتونکی ګومارلی وم، د شپې مې یو کس ونیوه، ما ورته وویل: قسم مې دې په الله وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به دې ورولم، خو نیول شوی کس راته ډیرې زارۍ وکړې چې زه بېوزله یم او د بچیانو نفقه راپه غاړه ده او ډیر محتاج یم، نو خوشې مې کړ. سبا رانه رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: ای ابو هریره! بیګا دې له بندي سره څه وکړل؟ ماوویل: ای د الله رسوله! د بیوزلۍ څخه یې ډیر شکایت وکړ زړه مې پرې وسوځيد او خوشې مې کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دروغ یې درته ویلي او ګورې به چې بیا راځي. ابو هریره رضي الله عنه وايي زه پوه شوم چې خامخا به راځي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې بیا به راځي. نو د بلې شپې لپاره ورته په کمین کې کیناستم او بیا مې ګیر کړ، او ورته ومې ویل چې قسم دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به دې ورولم، خو زارۍ یې وکړې او پرې مې ښود، په سبا بیا رانه رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې ای ابوهریره! بندي دې څنګه کړ؟ ما ورته وویل چې زارۍ یې وکړې او زړه مې پرې وسوځيد خوشې مې کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دروغ یې درته ویلي او ګورې به چې بیا راځي. ابو هریره رضي الله عنه وايي چې په دریم ځل مې ګیر کړ ورته ومې ویل چې دا ځل دې په هیڅ قیمت نه پریږدم او خامخا دې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورولم. وايي ماته یې وویل: پرې مې ږده، زه به داسې کلمات دروښیم چې الله جل جلاله به پرې ګټه درورسوي، ما وویل: کوم کلمات دي؟ ویې ویل: کله چې د شپې ویده کېدلې ایت الکرسي لوله نو تر سهاره به درباندې د الله جل جلاله لخوا ساتونکی ولاړ وي او شیطان به نه شي درلنډیدلی. څرنګه چې صحابه کرام نیکیو ته ډير تږي وو نو ابو هریره رضي الله عنه وايي چې په دې خبره مې خوشې کړ. په سهار رانه رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هماغه پوښتنه وکړه چې بندي دې څنګه کړ؟ ما وویل یارسول الله! ماته یې وویل چې د ویده کیدلو نه وړاندې ایت الکرسي لوله ترسهاره به درباندې د الله جل جلاله له طرفه ساتونکي مقرر وي او شیطان به نه شي درنږدې کیدلې، نو د همدې خبرې په بدل کې مې پریښود. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ريښتیا یې درته ویلي حال دا چې غټ دروغژن دی، ای ابوهریره آیا پوهیږې چې دا درې شپې ته له چا سره مخامخیدلې؟ ما وویل: نه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا شیطان وه.

دا حدیث په خپل ذات کې څلور ځله په دې دلالت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د قرآني وحې څخه پغیر هم وحې نازلیده، لومړی دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم چا خبر کړ چې ابو هریرة رضي الله عنه د شپې غل نیولی وه؟؟، دوهم دا چې هغه صلی الله علیه وسلم چا پوه کړ چې دا غل به بیا هم راځي؟؟، دریم دا چې هغه صلی الله علیه وسلم ته چا دا علم ورکړ چې د ابو هریرة رضي الله عنه سره مخامخ شوی کس شیطان وه؟؟، څلورم دا چې د ابو هریره رضي الله دا خبره چې (زه پوه شوم چې غل به بیا راځي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې بیا به راځي) په دې دلالت کوي چې ابو هریره رضي الله عنه هم دا عقیده درلوده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وحې په ذریعه خبر ورکړل شوی.

نو که چیرته وحې تنها په قرآن کې راخلاصه شوې وی رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د ماضي (چې بیګا شپه څه پیښه شوې وه) او مستقبل (چې غل به بیا هم راځي) په اړه معلومات د کوم علم په اساس ورکول؟؟

که په احادیثو کې پلټنه وکړو ګڼې داسې پیښې به پیدا کړو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې د غیبو په اړه خبرې کړي، لکه د حاطب بن ابي بلتعه رضي الله عنه قصه، یا د هغه جنګیالي واقعه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د جهنميتوب وړاندوینه کړې وه او بیا همدې جنګیالی پخپله خپل ځان وواژه، همدارنګه ځینو صحابه وو ته په دنیا کې د جنت بشارت ورکول چې په عشرة مبشره پیژندل کیږي، همدارنګه سراقة بن مالک ته د کسری د پاچا د بنګړیو په لاس کولو زیری ورکول، او داسې نورې ګڼې پیښې په ښکاره ددې ثبوت دی چې د قرآن وحې څخه پرته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وحې کیده، او تنها په قرآن کې نه وه راخلاصه شوې.

په دې اړه نور دلایل به په راتلونکې برخه کې ولولئ.

نور بیا…

مصطفی زمریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x