نړۍ

اوکراين: د روس پلوو بيلتونو غوښتونکو پر خلاف عمليات پيل شول

نن ټکی اسيا: د اوکراين لنډ مهالي ولسمشر الکساندر تورچينوف په دغه هيواد کې د روس پلوو بيلتون غوښتونکيو پر خلاف پوځي عمليات پیل کړل.
تورچينوف نن په کيف کې د اوکراين ملي اسامبلۍ ته په خپله وينا کې و ويل چې، د روس پلوو بيلتون غوښتونکو پر خلاف يې د يوې منظمې کړنلارې په رڼا کې پوځي عمليات پيل کړي او ډېر زر به په اغيزمنه توګه بشپړ شي.
تورچينوف و ويل چې، د هغو خلکو پر خلاف به عمليات کوي چې، د دوی ګواښ يې بابيزه ګڼلی او د دې لپاره يې پر دولتي ودانيو قبضې کړي چې، د روس په پلوۍ له اوکراين څخه جلا شي.
د روسيې ګواښ
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف ويلي چې، د روس پلوو بيلتون پالو پر خلاف پوځي عمليات به د حل پر ځای ستونزې نورې هم سره کشالې کړي او دغه عمليات به اوکراين په کورنۍ جګړو اخته کړي.
سرګي لاروف زياته کړې چې، اوکرايني حکومت ته دا ناشونې ده چې، په يو وخت کې دې عمليات او مذاکرات دواړه وکړي.
ديادونې وړ ده چې، څه موده وړاندې په اوکراين کې روس پلوي ولسمشر د يو ولسي پاڅون په ترڅ کې چې، د امريکا ملاتړ هم ورسره واک پريښود او له هغې ورځې تر اوسه د دغه هيواد په ختيځ کې روس پلوو اوکراينانو په مظاهرو او لاريونو لاس پورې کړی چې تر اوسه پکې يو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x