ضعیف: د امریکا پوځي حضور؛ د سولې پر وړاندې اصلي خنډ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعیف وايي، سولې ته د رسېدو په لار کې تر ټولو لوی خنډ د امریکا پوځي حضور دی.

ضعیف په کابل کې خبري ناستې وویل، د امریکايي پوځيانو شمېر مطرح نه دی، بلکې دلته يې پوځي موجودیت یو خنډ دی.

دغه ناسته چې د « سیمه‌ییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز» له لوري د «بن بست صلح در کشور و راه بیرون رفت» تر سرلیک لاندې جوړه شوې، د سولې د هڅو فعالان پکې راټول دي.

ملا عبدالسلام ضعیف پخپلو خبرو کې وویل: «کله چې بهرني ځواکونه د خپل توپ او ټانګ سره زمونږ هېواد کې شتون ولري هغه که لس وي او که زر هیڅ فرق نه کوي».

د هغه په خبره « دوی دې د ټانګ پر ځای په تراکتور او ودانیزو وسایطو که راشي ټول به یې استقبال کړي».

د ناستې بل برخه‌وال ګل الرحمن قاضي بیا د سولې پر وړاندې کمزورې حکومتداري او پخپله ولسمشر غني یاد کړ.

هغه وویل، طالبان سولې ته ژمن دي او د سولې اړوند ټول داسې شرایط لري چې د حل وړ دي.

قاضي ولسمشر د سولې پر لار تړلو تورن کړ او په وينا يې یو نیم کال کېږي، چې دوی هڅې کوي خو هغه پرې ټولې دروازې تړلې دي.

هغه وویل: «د طالبانو له نماینده ګانو سره مو یو نیم کال مخکې وکتل او ټول شرایط یې د حل وړ و خو اشرف غنی یو نیم کال کېږي د سولې په وړاندې ټولې دروازې تړلي دي».

تر دې وړاندې هم د ملي محور ګوند، په خبري ناسته کې ملا عبدالسلام ضعیف په زغرده وویل، د امریکايانو پوځي حضور هیڅ افغان ته نور د زغم وړ نه دی.

که څه هم د دې ناستې ګډونوال هم د سولې اړوند کمزوري حکومتداري او د بهرنیانو موجودیت ستر خنډونه یادوي، خو د حزب اسلامي غړی وايي، دوی د بهرنیانو د شمېر په کمښت هم حکومت سره یو ځای شول.

انجینر امین کریم وویل، «د افغانستان اساسي قانون د دې ټولې منطقې په هېوادونو کې قویترین اساسي قانون دی».

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د