افغانستان

ميدان وردګ: سيدا اباد کې درې غلو ته شرعي سزا ورکړای شوه

نن تکی اسيا: دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د ميدان وردګ ولايت سيدا اباد ولسوالۍ مهرو مکتب کې هغو درې غلو او لار وهونکو ته شرعي سزا ورکړای شوه چې، څه موده وړاندې د دوی ملګرو د يو شمېر کره اسنادو اوثبونو سره نيولي وو.
مجاهد زياتوي چې، نوموړي درې واړه غله سيميز کوچيان وو او د کابل کندهار پر لويه لار سيدا اباد عزيز کلا سيمې سره يې له خلکو غلاوې کولې او لاروي يې تکليفول.
مجاهد د خپلو سيميزو ملګرو له قوله وايي چې، د طالبانو د شرعي محاکمو د پريکړو پر اساس هر يو غل ۳۹، ۳۹ دورې و وهل شول. د يادونې وړ ده چې، د دغې سزا تطبيق د ګڼ شمېر عامو وګړو په شتون کې تر سره شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x