ورزش

کرکټ: افغانستان د انټر کانټینینټل سیالۍ اتل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) افغانستان عربي اماراتو ته د انټر کانټیننټل څلور ورځنۍ سیالۍ کې په لسو ویکټو ماتې ورکړه.

عربي اماراتو لوبډله د افغانستان توپ اچونکو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای.

د څلورمې ورځې په پیل کې د عربي اماراتو لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې وې، چې د نورو ورځو په نسبت ښه ثابته شوې وه، خو د راشد خان او ظاهر خان غوره توپ اچونې هغوی ډیر زر مات کړل او افغانستان ته یې ۱۹ منډې هدف وټاکه، چې افغانستان بې له کوم لوبغاړي په سوځیدو ټاکلی هدف پوره کړ.

د افغانستان لخوا راشد خان د ۸ لوبغاړو په سوځولو سره غوره ورو توپ اچونکی ثابت شو، چې ورسره ظاهر خان هم ښه توپ اچونه وکړه او ۵ لوبغاړي یې وسوځل

دولت ځدراڼ ۳ اومحمد نبي ۲ لوبغاړي وسوځل، همدارنګه د عربي اماراتو لخوا احمد رضا د افغانستان ۵ لوبغاړي وسوځول.

په توپ وهنه کې تر ټولو احسان الله جنت د یوې سلیزې په وهلو ۱۴۲ منډې، لوبډلمشر اصغر ستانکری ۱۱۴ او رحمت شاه ۱۰۳ منډې جوړې کړې. د عربي اماراتو لخوا ډیرې منډې ۱۰۶ شیمان انور جوړې کړې.

راشد خان د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغانستان دغه اتلولي په ۲۰۱۰ کال کې هم ګټلې وه، چې د ۷ کالو وروسته یې یو ځل بیا دغه اتلولي وګټله.

ددغې لوبې په ګټلو سره افغانستان د انټر کانټینیټل سیالۍ اتل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x