
د اسلام اباد پوځي ناسته کې، پر ډېورنډ کرښه د وسلهوالو اړوند بحث شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): پاکستاني رسنۍ وايي، د افغان او پاکستاني پوځي چارواکو تر منځ د اسلام اباد په ناسته کې پر ډېورنډ کرښه د وسله والو اړوند بحث شوی.
دغه ناسته چې د بهرنیو چارو وزارت، ملي امنیت او ملي دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي پکې برخه وال دي، تېره ورځ اسلام اباد کې وشوه.
د ناستې بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د سرچينې په قول پر دې هم بحث شوی، چې د ډېورنډ کرښې څخه د وسلهوالو د اوښتو را اوښتو څنګه مخه ونیول شي.
که څه هم پاکستان او افغان حکومت ډېورنډ کرښه په رسمیت پېژني، خو افغان ولس د دې کرښې په اوږدو کې مداخله او په اړه يې بحث د ولس په حق کې زیاتی بولي.
پاکستاني ځواکونو د تېرې میاشتې په اوږدو کې پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم غځولو ته له راکټي بریدونو سره یو ځای دوام ورکړ.
د ملي دفاع وزارت د دې هيئت د تګ پر مهال وویل، چې دوی به د راکټي بریدونو اړوند وغږېږي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په ډاډ وویل، نور به د پاکستان له لوري راکټونه نه راتوغول کېږي.
دوی نه دي ویلي، چې پاکستان ته به قناعت ورکړي او که به د کومې معاملې له مخې پاکستان له راکټ توغولو لاس پر سر شي.