د نن سرلیکنه

ترڅو به امریکایان د خوستیانو په وژلو تمرینونه زده کوي؟ _ سرمقاله

د رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو له مخې بهرنیو ځواکونو تیره شپه یوځلي بیا د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د زني خېلو په ميرګوړي سيمه کې د هوايي برید په ترڅ کې دوه ماشومان او يوه ښځه وژلي دي .

که څه هم چې امریکايي ځواکونو دتیر په څیر د دغې پیښې له ترسره کولو انکار کړی ، خو د خوست ولایت د والي ویاند مبارزمحمد (ځدراڼ) رسنیوته ویلي چې دا پیښه په سیمه کې د بهرنیو هوايي ځواکونو د تمریناتي انداختونو پرمهال سهوا رامنځته شوي ده.

 دا بیله خبرده چې د بهرنیو ځواکونو له دغه جنایت څخه د ښاغلي ځدراڼ بي منطقه دفاع څومره موجه ده ، خو هغه څه چې په دې پیښه کې د تأمل وړدې هغه داچې بهرني ځواکونه قصدا غواړي د داشان جنایتکارانه بریدونو په دوام سره کابل چارواکوته دا ور وفهموي چې په هرډول شرائطوکې به په افغانستان کې هغوی د افغانانو خلاف خپلو بي بندوباریو او خپلسریوته ادامه ورکوي، دا خپلسري که دحامد کرزي دواکمنۍ پرمهال وي اوکه له هغه وروسته په اصطلاح دنوي منتخب حکومت پرمهال.

که څه هم چې کرزي وخت ناوخت د امریکایانو د دغو خپلسریو په مقابل کې اعتراض آمیزه غبرګون ښودلی ،خو امریکایانو ورباندې هیڅ غوږ نه دي ګرولی او په پوره بي اعتنايي سره یې د بیوزله افغانانو د وژلو او ځورولوپه اړه پر خپل عنادي موقف ټینګار کړي دي. امریکایانو د تیرې مشورتي لويي جرګې د دائریدو پرمهال په کومه کې چې له امریکایانو سره په اصطلاح د امنیتي تړون د لاسلیکولو لپاره راغوښتل شوې ول او غړیویې په اتفاق سره د بهرنيو ځواکونو د خپل سریو عملیاتو او په ولسي سیمو دبمباریود بندیدو غوښتنه وکړه هم په ورته عمل لاس پوري کړ او په لوګر او کونړکې یې په لسګونو ولسي خلګ د هوايي برید په ترڅ کې ووژل.

اوس چې په اصطلاح د حمل د میاشتې په (۱۶) نیټه ولسمشریزې ټاکنې تازه ترسره شوې او ځیني ساده افغانان د هغو پایلوته د نجات دمسیحا په سترګه ګوري اودا هیله تري لري چې افغانستان به دنوي منتخب حکومت ترسیوري لاندې د بهرنیانو د خپلسریو له شره خلاص شي خو امریکایان دخپل غرور او وحشت له مخې بیا هم د مظلومو افغانو وژنوته ادامه ورکوي .

په دغو حساسوشرائطوکې د امریکایانو لخوا د ولسي خلګو وژل دا پیغام له ځانه سره لري چې تر څوچې هغوی په افغانستان کې موجود وي که څه هم چې دلته به په شکلي ډول یوه منتخب حکومت واکمن وي خو په حقیقت کې به د دې هیواد دځمکې او فضا واک له امریکایانو سره وي او دوی به همداسې په خپل سري ډول د ولسي افغانانو په وژلوسره خپل پوځي تمرینونه زده کوي.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x