افغانستان

ننګرهار : چاودنه کې د ملي امنيت ښاري مدير وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د انعکاس خصوصي راډيو ټلويزون مخي ته په پرلپسې چاودنو کې د یاد ولايت د ملي امنيت ښاري مدير وژل شوی.

لومړۍ چاودنه په يوه ريکشا کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې او دوې نوري د امنيتي کسانو تر ورتګ وروسته شوي.

د ننګرهار ولایت يوې امنيتي سرچيني منلي چې په ننیو چاودنو کې د ملي امنيت ښاري مدير (غفور خان ) وژل شوی.

د ننګرهار ولايت د والي وياند عطاءالله خوګياڼي د پيښي پخلی کړی ، دی وايي نن سهار ۱۱ بجې پېښه رامنځته شوې خو د ښاري مدير د وژل کېدا اړوند يې څه نه دي ويلي.

د بريد مسؤليت لا چا نه دی منلی.

د جلال اباد په ننيو چاودنو کې د ملي امنيت د ښاري مدير په ګډون ۳ تنه نور وژل شوي او ۸ ژوبل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x