افغانستان

غزني: په ګيرو ولسوالۍ وسله وال بريد ۱۳ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت د ګيرو ولسوالۍ په ودانۍ او شاوخوا امنیتي پوستو طالبانو بريدونه کړي چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، طالبانو د ګيرو ولسوالۍ په ودانۍ او شاوخوا امنیتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي، په ترڅ کې دوه پوليس وژل شوي او يوولس تنه پوليس نور ټپيان دي.

هغه وايي، دغې نښتو څو ساعته دوام وکړ او په پايله کې د هوايي ځواکونو په بريدونو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۴۵ طالبانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

دغه نښتې تېره ورځ له غرمې وروسته پيل او تر ماښام پورې روانې وې.

طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي: په بريد کې څلور پوليس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

نوموړی زياتوي، په دغه بريد کې دوه تنه طالبان ټپيان شوي او دولتي ځواکونو ته يې دروند مالي زيان هم اړولی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، ماښام ناوخته هوايي بريدونه شوي او پر مهال يې درې تنه ملکيان هم ټپيان شوي دي.

د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله رسېږي، خو کله ناکله ښکېلې خواوې يوبل ته د زياتو تلفاتو اړولو ادعاګانې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x