نړۍ

د روسي الوتکې څخه د ویري له وجي د امریکايي جنګې بیړۍ ۲۷ تنه کارکونکو استعفاء غوښتې

نن ټکی اسیا: د تیري دوشنبې په ورځ د پنټاګون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي د روس یوې جنګي جیټ الوتکې (سو-24) ددوی پر یوې جنګي بیړۍ د برید کولو تمرینات کړي، او داسي ښکارېده چې په بیړۍ به برید وکړي، چې له کبله یې د بیړۍ ټول کارکونکي ویرېدلي، او د روحي علاج لپاره ډاکټر ته ته معاینې لپاره رسیدلي.

 

د پنټاګون ویاند سټیفن وارن رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې روسي الوتکې د جنګي بیړۍ سره ډېر نیژدې پرواز کوه، چې ډیر ویرونکی او غیر قانوني پرواز وو، او داسي ښکارېده چي دوی به په بیړۍ برید وکړي.
او زیاته کړې چې ددوی د بیړۍ ۲۷ تنه کارکونکو ددې پيښي وروسته استعفاء وړاندې کړې، چې له کبله یې د بیړۍ تخنیکي او ادارې چاري سره ګډي وډي شوي دي.

وارن زیاته کړې چې ددوی سمندري جنګي بیړۍ د تور سمندر په لودیځ کې په ګزمه بوخته وه، چي له پيښي سره مخ شوه، او له هغه وروسته د رومانیا بندرګاه ته په عاجله توګه ولیږدول شوله، او په هغه ځای کې د اروائي علاج لپاره ډاکټران د بیړۍ کارکونکي ګوري، ځکه چې هغوی د یو لویي صدمې سره مخ شوي دي.

د نړیوال قوانینو له مخي امریکایي بیړۍ په تور سمندر کې یوازي د 14 ورځو پاته کېدو اجازه لري، چې د هغه وروسته روس حق لري، پر دغه بیړیو برید وکړي.

که څه هم امریکا په دې وروستیو کې په سمندرونو کې خپل د جنګې بیړیو کارکونکو انشورنس د یوه ملیون څخه دریو ملیونو ته پورته کړی خو بیا هم ددې بیړۍ ۲۷ تنه کارکونکو د خپلو دندو پرېښودلو غوښتنه کړې، او خپله رسمي استعفاء یې د پنټاګون چارواکو ته لیږلې ده، او ویل کیږي چې کیدای شي نور کارکونکي هم استعفاء وړاندي کولو ته زړه ښه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x