
د سیمهییزو مطالعاتو مرکز: ۶۷ سلنه خلک وايي، حکومت سوله نه غواړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سیمهییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز وايي، د دوی د ټولپوښتنې له مخې ۶۷ سلنه خلک پر دې باوري دي چې حکومت د سولې اړوند قوي اراده نه لري.
د دې مرکز مشر دوکتور عبدالباقي امین وویل، د حکومت په چوکاټ کې د سولې د هڅو لپاره د سولې شورا یوازې نمایشي شورا ده.
د دې بنسټ له لوري په کابل کې د «بن بست صلح در کشور و راه بیرون رفت» تر سرلیک لاندې ناسته جوړه شوه، چې پکې د سولې پر وړاندې پر پرتو خنډونو بحث وشو.
د هغه په خبره د سولې شورا، یوازې «نمایشي شورا» ده، چې تر اوسه يې کوم د پام وړ ګام نه دی اخیستی.
امین وايي د دوی د مرکز له لوري په شوې ټولپوښتنه کې نږدې اویا سلنه خلک د وسلهوالو مخالفينو پر ځای حکومت د سولې په برخه کې د خنډونو په جوړولو ملامت بولي.
د دې سروې له مخې ۸۲،۸۱ سلنه خلک پر دې باور دي، چې روانه جګړه ګټونکي نه لري، ۶۷،۴۱ سلنه وګړي حکومت د سولې پر وړاندې د ټینګې ارادې پر نه لرلو تورنوي.
که څه هم افغان حکومت د طالبانو د سیاسي دفتر سر اړیکي پر ځای پاکستان ته لاس غځوي، خو د سروې پر اساس ۶۵،۵۵ سلنه وګړي پر دې باوري دي، چې د پاکستان له ادرسه د سولې راتګ ناممکن دي.
د یاد مرکز له لوري په شوې سروې کې ۷۶،۲۹ سلنه وګړو، د سولې عالي شورا یوازې نمایشي بنسټ بللی او ۷۸،۸۸ تنو ورته ویلي، چې د سولې لپاره د افغانانو یو درېیمګړي لوري ته اړتیا ده.
د سروې له شمېرنو پرته د ناستې نورو برخهوالو هم د سولې په برخه کې د خنډ جوړولو له امله حکومت ملامت وباله.
په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د امریکايانو پوځي حضور د سولې په برخه کې اصلي خنډ یاد کړ.
هغه وویل، د امریکايي ځواکونو شمېر مهم نه دی، خو چې تر څو دلته بهرنیانو موجود وي، د جګړې علت به موجود وي.
د ناستې بل برخهوال ګل الرحمن قاضي بیا د سولې پر وړاندې کمزورې حکومتداري او پخپله ولسمشر غني یاد کړ.
هغه وویل، طالبان سولې ته ژمن دي او د سولې اړوند ټول داسې شرایط لري چې د حل وړ دي.
قاضي ولسمشر د سولې پر لار تړلو تورن کړ او په وينا يې یو نیم کال کېږي، چې دوی هڅې کوي خو هغه پرې ټولې دروازې تړلې دي.
هغه وویل: «د طالبانو له نماینده ګانو سره مو یو نیم کال مخکې وکتل او ټول شرایط یې د حل وړ و خو اشرف غنی یو نیم کال کېږي د سولې په وړاندې ټولې دروازې تړلي دي».
حکومت په تېره بیا د سولې شورا د یادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو دوی د حزب اسلامي ـ حکمتیار ډلګۍ ـ راتګ خپله لویه لاسته راوړنه بولي.