
څړيکې/ الیاس فاتح
الیاس فاتح
دسرو لمبو توپان سوځي ښکلاوې يو مخيزې
روان مې په وطن د اور سيلاب دی څو لسيزې
دامن له سپرليو يې کړې شنې لوخړې پورته
باران باران سکروټې وروي جګړې لويديزې
چينې دي وچې شوي چنارونه لمبه شوي
وهلي په لاسو پېغلو د وينو دي نکريزې
وتلې ترې نښتر نښتر ځوانيو جنازې دي
د هرافغان په کور باندې ورګډې دي غميزې
د سرو سترګو له غچ به دغليم سينې کړي څيرې
د ځوان غازي طالب د تکبير چيغې تندريزې
دردونه دفاتح د زړه دزخم را ويښ شوي
د نيمو شپو يې غږ کې راځي څړيکې سندريزې