افغانستان

ولسي جرګه: کندهار کې سیاستوال د حکومت پر ضد را ټول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې پر نورو څرګندونو سربېره کندهار کې د سیاسیونو پر ناستې هم بحث وکړ.
 
د جرګې غړو کندهار ته تللي سیاسیون او له ډلې يې د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او ځينې غړي د پارلمان استازي ونه ګڼل او ويې ویل چې دوی د پارلمان په استازیتوب نه دي تللي.
 
د دوی په خبره په ناسته کې د ولسي جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر هم برخه اخیستې او د داسې ناستو ګټې یوازې محدودو افرادو ته رسېږي.
 
د ولسي جرګې غړې نسیمې نیازۍ دا ناسته د حکومت پر ضد وبلله او پر حکومت يې غږ وکړ چې باید پر وړاندې يې چوپ پاتې نه شي.
 
د هغې په خبره څوک چې د دولت په الوتکه کې له دولتي امکاناتو په ګټې د دولت ضد ناسته کې برخه اخلي باید ونه بښل شي.
 
نیازۍ د بلخ والي عطامحمد نور ته په اشاري وویل، یو والي چې د ملت له پیسو ګټه اخلي دومره زړور کېږي، باید له دندې ګوښه کړای شي.
 
د ولسي جرګې بل غړي حاجي صالح د حکومت د سقوط وېره احساس کړه او په ټينګار يې وویل، هیچاته به هم اجازه ورنه کړي چې د حکومت د سقوط لپاره یو ګام واخلي.
 
کندهار کې دغه ناسته چې ټاکل شوې وه، پنجشنبه، جمعه او شنبه به دوام وکړي، د عطامحمد نور او ځينو سیاستوالو د نه ګډون له امله ځنډول شوې ده.
 
د ناستې د سمبالوونکو له ډلې ظاهر قدیر او همایون همایون پر حکومت غږ وکړ، چې په دوولس ساعته کې باید عطامحمد نور او ورسره ملګرو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.
 
ویل کېږي دې ناسته کې به له روان بحران څخه د وتلو، د حکومت د مشروعیت او لویې جرګې رابللو اړوند بحثونه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیق الله صافی

زما شخصی نظر داده چی باید تول افغان سره یو ځای شی ترسو هیواد د شته بحران نه وباسی نه د دولت ضد لاریون مونر ته فایده کوی او نه د حکومت ضد دلته سوله او یو د بل زغمل پکار دی مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x